د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ولې موقتي حکومت نه مني؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله

په داسې حال کې چې د راپورونو ترمخه، راتلونکې اونۍ امريکايي او طالب استازي بيا مذاکرات پېلوي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وياند هارون چخانسوري وايي دوی ته موقتي حکومت د منلو وړ نه دی ځکه چې په اساسي قانون کې نشته.

نوموړي د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل هغه خلک چې د موقتي حکومت غوښتنه لري، هغوی خپلې سياسي ګټې تعقيبوي. نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېشن چارواکي د اپوزېشن سره په شريکه مقرر شوي دي او د حکومت خلک نه دي نو ځکه بايد د درغليوو وېره نه وي.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

نوموړي زياته کړه: ((مهمه موضوع د سولې ده. ولسشمر غني بيا بيا ويلي چې د هرې قربانۍ لپاره تیار دی خو له اساسي قانون نه تېريږي. د اقتدار انتقال به د اساسي قانون تر مخه د ټاکنو له لارې کېږي. داسې څه نه غواړو چې د سولې پر ځای خدای مه کړه د بربادۍ پېلامه وي. ځيني سياستوال چې د موقت حکومت چيغې وهي، دوی په خلکو کې رېښه نه لري ځکه خو له ټاکنو ويريږي. د دوی خبرې او د ځينو ګاونډيوو هېوادونو نظر يو شان دی.))

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشرۍ لپاره کانديد حنيف اتمر او د ولسمشر غني ځيني نور سياسي مخالفين دريځ لري چې په قطر کې د امريکايي استازو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو د پرېکړو عملي کولو لپاره يو موقت حکومت ته ضرورت شته دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ټاکنې د اپرېل له مياشتې ځنډېدلې او په ستمبر کې کېږي. د ولسمشر غني حکومت موده په می مياشت کې ختمېږي خو د قانون تر مخه تر څو چې بل ولسمشر انتخابېږي بايد برحاله حکومت دوام ولري.

عمران خان ولې په افغانستان کې موقت حکومت غواړي؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان دوه ځله په افغانستان کې د موقت حکومت وړانديز کړی دی. افغان حکومت او اپوزېشن سياستوالو ټولو دا غندلې او د افغانستان په چارو کې يې مداخله بللې ده.

د پاکستان سره افغانان ډير زيات حساسيت لري. پاکستان او عمران خان بايد د ستراتيژيکې ژورتيا پاليسي پرېږدي او په افغانستان کې دې مداخله نه کوي.
څيړونکی انتظار خادم

د سياسي چارو څيړونکي رحيم الله يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې پاکستان بايد افغانان پريږدي چې څرنګه غواړي هغسې روانه مسله حل کړي. ((دا د عمران خان رايه ده. خو دې بايد په دې پوهه شي چې اوس دی کومې خبرې کوي هغه د پاکستان پاليسي ګڼل کېږي. ساده خبره دا ده چې وزیراعظم عمران خان بايد د افغانستان پر داخلي مسايلو داسې تبصرې ونه کړي.))

افغان حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو په استعمال سره په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي. اسلام اباد دا تور ردوي خو مني چې پر طالبانو يې محدود اثر رسوخ شته دی چې د سولې لپاره يې کاروي. د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه د مداخلې نه بلکې له ښه نېته کوي چې په وېنا يې دې سره به د افغان ولسمشرۍ ټاکنې شفافې وشي.

د سياسي چارو څيړونکی انتظار خادم وايي د سولې لپاره د موقت حکومت نظر غلط نه دی خو عمران خان یې بايد وړاندې نه کړي. ((د موقتي ادارې خبره کول ګناه نه ده خو چې پاکستان یې کوي نو دا ځکه لويه مسله ده چې پاکستان سره زموږ اړيکې د ورورئ نه دي. دوهمه خبره دا ده چې که ولسمشر غني فکر کوي چې طالبان دې ورته تسليم شي او يا طالبان وايي چې هر څه دې دوی ته وسپارل شي، نو دا غلطه ده. ښه خبره دا ده چې افغان حکومت، سياسي اپوزېشن، طالبان، ملت او نړيواله ټولنه دې سره کښېني او د موقتي ادارې يا بله کومه داسې لار دې راوباسي چې ټولو ته د منلو وړ وي.))

د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ راتلونکې اونۍ په قطر کې کېدونکو خبرو ته دا ځل د افغان حکومت استازي هم ورځي. طالبانو تر دې مخکې د افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېاستل ردول. دوی دريځ لري چې د جګړې اصلي لوري امريکا دی نو ځکه خبرې هم د امريکايانو سره کوي.

XS
SM
MD
LG