د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان زموږ برخلیک نه‌ شي ټاکلی: افغان حکومت


د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي راډیو د کابل دفتر په سټوډیوی کې د مرکې پر مهال

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هیله څرګندوي چې د قطر راتلونکې ناسته چې د افغان حکومت استازي، سیاستوال او طالب پلاوي پکې برخه اخلي د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو د پیل لامل وګرځي.

  • افغان حکومت
طالبان نه‌شي کولای چې زموږ برخلیک وټاکي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغان حکومت دریځ دا دی چې د دوحې په ناسته کې به د دوی استازي د حکومت د استازیو په توګه

ګډون کوي، نه د افرادو او اشخاصو په توګه.

دی وايي:

"طالبان نه‌ شي کولای چې زموږ برخلیک وټاکي چې موږ هلته په کوم عنوان ګډون کوو او له چاسره ګورو، خو د حکومت دریځ دا دی چې د حکومت استازي به د حکومتي استازو په توګه او د افغانستان سیاستوال به په هماغه عنوان چې دوی ورته دعوت شوي ګډون کوي، په ټوله کې موږ د یو مسؤل حکومت په توګه له هر رامنځته شوي فرصته ګټه اخلو او د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره زمینه‌سازي کوو."

که څه هم معلومه نه‌ده چې د قطر په ناسته کې به په کومه کچه حکومتي استازي برخه واخلي، خو تېره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د پخلاینې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داوودزي وویل چې د قطر په راروانه ناسته کې به طالبانو سره د مشورو په هدف د ټول افغانستان په استازیتوب یو هر اړخیز پلاوی ګډون کوي.

  • سرچینه
د قطر په ناسته کې به حکومتي استازي د حکومت استازیتوب کوي.

یوې حکومتي سرچیني چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې غونډه کې د نورو تر څنګ محمد عمر داوودزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو په خبره‌یې د طالبانو وروستي دریځ ته په کتو ښايي ښاغلی عبدالله په‌دې ناسته کې برخه وانه‌خلي.

  • طالبان

بېګا شپه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په دوحه کې به له افغان سیاستوالو سره د دوی ناسته یوازې د نظریاتو او د پالېسیو د تبادلې لپاره وي.

دې ډلې د دوحې په ناسته کې د افغان چارواکو له شتون سره مخالفت نه‌‌ دی ښودلی، خو شرط‌ یې دا یښی که د حکومت چارواکي برخه اخلي یوازې دې د افرادو په توګه خپل شخصي نظریات وړاندې کړي.

مخکې له دې ویل شوي و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دا ناسته د اپرېل په ۱۴مې او ۱۵مې کېږي، خو داوودزی وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به‌ یې نېټه په ډاګه شي.

  • د سولې عالي شورا
  • ​په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر ناسته رسمي نه‌ بولي او وايي چې په‌ دې ناسته کې به د سولې اړوند ټولو مسایل په ځانګړي ډول د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه بحثونه وشي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل: ''​له دې ناستې باید د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره استفاده واخیستل شي او ژر تر ژره رسمي مذاکرات پیل شي."

  • خلیل‌زاد

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، له دې خوښ دی چې افغان حکومت او سیاسي مشران د دوحې د راتلونکې اوونۍ خبرو لپاره سره یوځای شوي.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو مشرانو سره‌ یې خبرې کړې چې څنګه په ګډه او ښه توګه د دوحې په بین‌الافغاني خبرو کې سولې ته د رسېدو لپاره ګډ اهداف مخته یوړل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سوات کې خوباڼۍ او الوچې پخې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG