د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاصه دار او لېویز د خیبر پښتونخوا پولیس وګرځول شول


د مومندو خاصه دار او لېویز د پولیس روزنه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د قبایلو خاصه دارو تر دې مخکې د خپلو حقونو لپاره مظاهرې هم کړې دي

د خيبر پښتونخوا حکومت خاصه دار او لېويز ځواکونه د صوبې په پوليس محکمه کې په باقاعده توګه د ورګډولو اعلان وکړ.

په پېښور کې اعلا وزیر محمود خان د قبايلي ضلعو له خاصه دارو او لېويز اہلکارانو سره یوځای خبري ناستې ته وویل، چې سر له ننه نېږدې ۲۸ زره لېويز او خاصه دار سرتېري د صوبايي پولیس برخه ګرځوي او د پولیس غوندې مراعات به لري.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان

محمود خان وویل چې د خاصه دارو او لېوېزو ټولې غوښتنې یې منلې دي، ټولو اهلکارانو ته به هر ډول جدیده روزنه ورکول کېږي او هېڅ یو تن به نه بې روزګاره کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تکل لري چې په قبایلو ضلعو کې شاوخوا ۴۵ زره پولیس وګوماري چې پکې ۲۲ زره به کورناستي (ریټایرډ) پوځيان او پولیس سرتېري بیا پر دندو لګول کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د سږني کال په لومړنیو کې ویلي ول چې په قبایلي ضلعو کې به شاوخوا ۲۵ تاڼې جوړوي او حکومت هغه وخت د یوه لنډمهاله قانون (ارډېننس) له لارې په یادو سیمو کې لېویز ځواک ته د پولیس واک سپارلو خبره کړې وه.

د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ګډېدو پس د زرګونه خاصه دارو او لېویز سرتېرو برخه لیک یوه ناڅرګند راتلونکې ته مخامخ شو ځکه خو هغوی په باجوړ، مومندو، خیبر، بنو او میرام شاه کې لاریونونو او احتجاجونو ته مخه کړه او لویه غوښتنه یې هم دا وه چې دوی دې د پولیس غوندې مراعات او درجه بندي ولري او دا دی نن اعلا وزیر د دوی له غوښتنو سره سم هغه خبره وکړه چې دوی غوښته.

په پخوانۍ فاټا کې خاصه دار او لېویز ځواکونه هغه د انګرېزي ښکېلاک دورې امنیتي ډانچه وه چې کله هغوی د پښتنو دغه سیمې له بریتانوي هند سره وتړلې نو دې ته یې د خپل هغه وخت د انتظامي جوړښت له مخې د فرنټیېر ریجن نوم ورکړ، یانې سرحدي سیمې او پاکستان هم له تېرو څه باندې اویاوو کلونو راهیسې هغه د انګلیسي دورې سیسټم تر دا اوسه پرځای ساتلی وو.

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستیو اوونیو کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، فاټا (قبایلي سیمې) د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

XS
SM
MD
LG