د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د سولې په مذاکراتو کې دې د نظام او ولسواکۍ خلاف خلک نه وي

update

افغان ولسمشر اشرف غني
محمد واصل وصال

کابل ـ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې دې د هغو کسانو له ټاکلو ډډه وشي چې د نظام او ولسواکۍ خلاف غږېږي.

غني وايي، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې هغو افرادو ته باید ځای ور نه کړل شي چې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو پر ضد غږېږي.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې د اپریل پر اوومه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په لومړۍ غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې دا د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او کومو معیارونو د سولې مذاکراتي ټیم غړي ټاکي.

خو ولسمشر په مذاکراتي ټیم کې د يو شمېر افرادو له ټاکلو څخه د جدي ډډې خبره هم وکړه او ویې ویل:

"هغو معیارونو ته چې ولس په تېرو میاشتو کې په مشورو کې راسره شریک کړي دي، باید ورته جدي توجو وشي، د بېلګې په ډول د هغو کسانو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په ښکاره ډول د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو، نظام او ولسواکۍ پر ضد غږېږي."

خوا دا چې دغه کسان څوک دي؟ ولسمشر په مشخص ډول د چا نوم وانه خیست.

افغان ولسمشر له طالبانو سره په مذاکره کوونکي ټیم کې د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنو او د نورو مطرحو اقشارو پر استازیتوب هم ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني دا شان وویل چې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ په غونډه کې د پلاوي په ګډون د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ټاکل او په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د وړاندیز شوې غونډې پر څرنګوالي او اجنډا پرېکړه کول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر رسنیو د مذاکره کوونکي ټیم يو نوملړ چې ۲۲ کسان په کې شامل دي، خپور کړی چې تر دې مهاله په رسمي ډول د حکومت له خوا نه دی تایید شوی.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار بیا وايي چې د مذاکره کوونکي ټیم لېست جوړ شوی، خو لا وروستی نه دی چې ښايي تر راتلونکو يو دوو ورځو پورې نهايي شي.

بل خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د مصالحې د مشرۍ شورا يو نوملړ هم خپور شوی دی چې ۳۷ غړي لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دغه شورا د دوو میاشتو په موده کې د افغان وژنې او په افغانستان کې نور د وینې توییدنې د مخینوي په هدف جوړ شوی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د سولې د عالي شورا په موجودیت کې د مصالحې د رهبرۍ شورا جوړېدل او له خوا یې طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی ټیم ټاکل د سولې عالي شورا موجودیت تر پوښتنې لاندې نه راولي؟

دې پوښتنې ته د سولې عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار داسې ځواب وايي:

د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار

​"موږ داسې عقیده لرو چې د سولې بهیر په خپل اصلي محور روان نه دی، خو دا چې ارګ او د هېواد مشران د سولې لپاره هڅې کوي، موږ د ملي ګټو لپاره د دې بهیر ملاتړ کوو، خو په دې کې هم شک نشته چې د سولې عالي شورا په خپله لومړۍ کرښه کې لا نه ده منل شوې."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباده کابل ته را رسېدلی او د افغانستان د سولې اړوند د نورو مسایلو ترڅنګ به تر ډېره له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم په جوړښت له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

بل خوا د يو شمېر سرچینو په حواله داسې هم ویل کېږي چې حکومت د قطر راتلونکې ناستې ته د خبرو اترو لپاره خپل استازي لېږي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

برتانیوۍ اداره د بې کوره خلکو د سپیو مفت علاج کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG