د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سنځاوۍ پرلت پای ته ورسېد


په سنځاوۍ کې پرلت د مارچ د ۲۰مې تر برید وروسته پیل شو

پراګ - د بلوچستان په سنځاوۍ کې له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی دی.

دا پرلت د مارچ پر ۲۰مه په سیمه کې پر لېوي ځواک تر هغه وسله وال برید وروسته پیل شوی وو چې پکې شپږ سرتېري ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د اپرېل پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د مذاکراتي کمېټۍ غړي سردار حبیب الرحمان دومړ او د حکومتي مذاکراتي ډلې یوه غړي اصغر خان اڅکزي مشال راډیو ته د پرلت د ختمېدو تصدیق وکړ.

دومړ وویل، چارواکي ورغلي ول او ورته یې ډاډ ورکړ چې څلورواړه غوښتنې به یې د بلوچستان تر وزیراعلا جام کماله ورسوي.

د سنځاوۍ پرلتوالو له حکومته غوښتي ول چې د صوبې په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنیو د ټولو پېښو پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د دوی دویمه غوښتنه دا وه چې د سنځاوۍ تحصیلدار او بل انتظامي چارواکی یعنې اسېسټنټ کمېشنر دې بدل شي.

درېیمه غوښتنه دا وه چې د مارچ ۲۰مې په برید کې د وژل شویو کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي او څلورم حکومت دې د وژل شویو د کورنیو غړو ته په لېوي ځواک کې دندې ورکړي.

تر سردار حبیب الرحمان دومړ مخکې د بلوچستان یوه صوبايي وزیر نور محمد دومړ د اپرېل پر اوومه سنځاوۍ ته تر روانېدو مخکې هیله ښودلې وه چې د پرلت په ختمولو کې به بریالی شي.

په حکومتي پلاوي کې د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیا الله لانګو او دوه نور صوبايي وزیران زمرک خان اڅکزی او نور محمد دومړ او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال اصغر خان اڅکزی شامل ول.

اصغر خان اڅکزی وايي، له وزیراعلا یې د مذاکراتو پوره واک ترلاسه کړی وو او هلته یې له پرلتوالو سره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې ورپوره کوي.

ده البته وویل چې له پرلتوالو یې غوښتنه وکړه چې یو پلاوی دې کوټې ته ورواستوي چې له وزیراعلا جام کمال سره وویني چې د سنځاوۍ د برید پلټنو د څرنګوالي فیصله وشي.

د سنځاوۍ احتجاجي ناسته پر داسې مهال پای ته رسېدلې چې د اپرېل پر اتمه د سیمې یو شمېر ګوندونو او فعالانو په کوټه کې د جلسې اعلان کړی دی چې موخه یې د ناامنیو پر ضد حکومت پرېکنده اقدام ته هڅول دي.

د سنځاوۍ د پېښې پر ضد په هرنايي او ژوب کې هم لاریونونه او غونډې وشوې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د وزیر اعلی محمود خان په کلي کې احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG