د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو ډېپلوماټانو شمېر کموي


امریکا په داسې وخت کې په کابل او بغداد کې د خپلو ډېپلوماټانو د کمولو خبره کړې چې زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره یو وار بیا کابل ته تللی.
امریکا په داسې وخت کې په کابل او بغداد کې د خپلو ډېپلوماټانو د کمولو خبره کړې چې زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره یو وار بیا کابل ته تللی.

پراګ - فارن پالیسي مجلې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو ډېپلوماټانو شمېر کموي.

دا خپرونه وايي، ځېنو امریکايي چارواکو ورته ویلي دي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو پراخو هڅو په لړ کې چې غواړې متحده ایالات د خپلې اتلس کلنې او ډېرلګښتې جګړې څخه لېرې کړي، په افغانستان کې د خپل ډېپلوماټیک ماموریت په کمولو غور کوي.

فارن پالیسي په خپل دې راپور کې د درېوو داسې امریکايي چارواکو په حواله چې په دې اړه له بحثونو خبر دي، ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې لپاره چمتووالی نیسي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په افغانستان کې د خپلو ډېپلوماټانو شمېر نیمايي راکم کړي.

خپرونه په عراق کې هم د امریکايي ډېپلوماټانو د شمېر کمولو ته اشاره کوي او د افغانستان په اړه زیاتوي، په افغانستان کې د امریکايي ډېپلوماټانو د شمېر په کمولو دا سلا مشورې په داسې وخت کې روانې دي چې امریکا او طالبانو خپلو کې د سولې خبرې پیل کړي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي ارزونه هم دوام لري.

فارن پالیسي وايي، په افغانستان او عراق کې د امریکا له پوځي مداخلې وروسته په کابل او بغداد کې د امریکا ډېپلوماټیک ماموریتونه د نړۍ په کچه په لویو او ګران بیو ماموریتونو بدل شول.

په راپور کې د امریکا د نېشنل پبلیک راډیو (NPR) له خوا یوه رسوا شوي سند ته اشاره شوې چې پکې په کابل کې د امریکا سفارت کې ډېپلوماټیک ماموریت ډېر ستر بلل شوی.

د خپرونې په وینا، په دې سند کې ټینګار شوی چې د دې ماموریت د اندازې په اړه دې یوه جامع اروزنه وشي.

په سند کې دا نه ده په ډاګه شوې چې په کوم شمېر ډېپلوماټان باید کم شي.

خپرونه وايي، په کابل او بغداد کې د امریکا لوی ډېپلوماټیک ماموریتونه د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له سفارتونو سره په مقایسه د دولت غیر متناسبه بودیجه لګوي او ډېر پرسونل یې بوخت ساتلی دی.

د لیکنې په وینا، ځیني امریکايي ډېپلوماټان په دې باور دي چې دا سرچینې باید نورو ځایونو کې وکارول شي.

فارن پالیسي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي:

"موږ له افریقا څخه تل دا اورو چې موږ دغلته د هغو چینایي ډېپلوماټانو پرتله چې په اقتصادي او نورو مسئلو کار کوي، ډېر کم او د هغو د څلورو یا پنځو په وړاندې یو ډېپلومات لرو."

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د هڅو د تېزولو لپاره سیمې ته په یوه بل سفر بوخت دی، ګڼو نورو نړیوالو رسنیو بیا په افغانستان کې پر حکومتي اهدافو د وسله والو طالبانو پر وروستیو پراخو بریدونو او جګړو لیکنې کړي دي.

دې رسنیو د یو شمېر افغانانو هغه اندېښنې منعکسې کړي چې زیاتېدونکي تاوتریخوالي د سولې په وروستیو هڅو شکمن کړي.

XS
SM
MD
LG