د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي په وژنه تورن کسان نه دي نیول شوي: اتمانخېل


ارمان لوڼی د روان کال فبرورۍ کې لورالايي کې وژل شوی وو.
ارمان لوڼی د روان کال فبرورۍ کې لورالايي کې وژل شوی وو.

پراګ ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼي ملګري وايي پولیس د هغه د وژنې په مقدمه کې نومول شوي ملزمان نه نیسي.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې، د اپریل په لومړۍ نېټه، په لورالايي کې د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه درج شوه چې پکې د نورو تر څنګ د دغه ضلعې د پولیسو د مشر عطاالرحمان ترین هم تورن شوی دی.

دغه اېف ای ار د هغه د ملګري عبدالقیوم اتمانخېل په مدعیت کې درج شوی دی، نوموړی وايي تر اوسه ملزمان نه دي نیول شوي:

"ډي اېس پي عطاالرحمان تر ننه په خپلې ډیوټۍ باندې دی. دی تر اوسه خپله سرکاري عهده استعمالوي. موږ بار بار د هغه د ګرفتارۍ غوښتنه کړېده، خو هېڅ پرمختګ نه کېږي او خبره یواځې تر اېف ای ار پاتې ده."

دا راز د ارمان لوڼي د مقدمې وکیل صادق خان وايي دوی په اېف ای ار کې د ملزمانو خلاف د ترهګرۍ ضد دفعه هم شاملول غواړي:

"اېف ای ار درج شو خو موږ یې له دفعو مطمین نه وو، په دې کې ۳۰۲ او ۳۴ دفعې شاملې وې خو موږ غوښتنه کوله چې دا د قتل عمومي کیس نه دی، بلکې د ترهګرۍ هغه دی نو دا دفعه دې هم پکې شامله کړل شي."

خو د بلوچستان بار ایسوسي اېشن پخوانی مشر حبیب الله ناصر وايي پکار ده چې د تحقیقاتو پر مهال نومول شوي ملزمان له خپلو دندو په عارضي توګه لرې کړل شي:

"د پاکستاني قانون مطابق چې په چا باندې اېف ای ار کټ شي، او هغه سرکاري ملازم وي، نو وار له واره به د هغه ګرفتاري کېږي، ترې پلټنې به کېږي او هغه به له کاره تر هغه ځنډول کېږي چې هغه له مقدمې نه وتلی نه وي."

بلخوا د لورالايي پولیسو د تاڼې مشر میر سند خان جلالزی وايي چې په تفتیش کې هیڅ ډول مشکل نه لري. دا چې تر اوسه یې څه اقدامات کړي؟ نوموړی وايي:

"اقدامات خو دا شوي چې اېف ای ار شوی دی، پلټنه کوو لګیایو، فی الحال خو د ګواهانو بیانونه اخلو، له هغې وروسته به کارروايي کوو."

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه د پولیسو لخوا د نیولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی وو.

د نوموړي کورنۍ او ملګري تور لګوي چې هغه پولیسو وژلی خو پولیس یې ردوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG