د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د باچا خان پر مزار د کمپلکس جوړېدو کار بیا پیل شو


د کار پرانست غونډه
د کار پرانست غونډه

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د خدايي خدمتګار تحريک د باني او عدم تشدد د فلسفې لاروي خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر مزار د کمپلکس د جوړېدو ځنډېدلې چارې کابو پینځه کاله وروسته د اپرېل پر پینځمه نېټه بیا پیل شوې دي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې کمپلکس د جوړېدو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني نېژدې څلور پنځوس ميليونه افغانۍ ځانګړې کړي دي چې د بنايي دولتي شرکت به يې د يوه کال په دوران کې بشپړ کړي.

د دې کمپلکس د جوړېدو چارې دا ځل د افغان ولسمشر په ځانګړې سپارښتنه د بنايي ساختماني شرکت په نامه حکومتي کمپنۍ ته ورکړل شوې دي.

د چارواکو په وینا په دې کمپلکس کې پر مزار د ګنبدې او منارو تر څنګ جومات، کتابتون، هاسټل، پارکینګ او موزیم شامل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې اړه رسنیو ته وویل ، “ د جلالتماب جمهور رييس محمد اشرف غني نه خاصه مننه کوو چې دې مقبرې ته يې توجه وکړله او د خپلې ځانګړې بودیجې نه يې درې پنځوس اعشاریه اته ميلیونه افغانۍ تخصیص کړې.”

د شاه محمود میاخېل په وینا“دا به یو ګنبند او څلور منارونه ولري چې هر منار به څلوېښت مټره جګوالی ولري.”

د باچا خان کمپلیکس عکس
د باچا خان کمپلیکس عکس

د ننګرهار ولایتي شورا استازي ډاکټر ناصر کامه وال د افغان حکومت له خوا د دې کار بیا پیل نیک ګام وباله.

نوموړي مشال راډيو ته وویل ، “د باچا خان د مزار د جوړېدو هيله او غوښتنه موږ د تېرو حکومتونو نه هم کړې وه اوس چې يې دې حکومت چارې پیل کړې، هيله، ارزو او غوښتنه مو ترې دا ده چې دا په هغه شان جوړ کړي لکه څنګه چې لازمه وي.”
لیکوال، شاعر او ټولنیز فعال اسدالله ښالېز پر چارواکو غږ وکړ چې دا ځل دې پر مزار د کمپلکس د جوړېدو چارې بشپړې کړي او پوره څارنه دې وکړي.

ده وویل ، “ د کمپلکس د جوړېدو په چارو ځکه خوشاله یم چې د لر او بر پښتنو د حق غوښتنې د يوه داعي حق به ادا شي.”

د اسدالله ښالېز په وینا ، باید داسې ونه شي چې د پخوا په څېر په کې خلک خپلې ګټې ولټوي بلکې د دې کمپلکس د تکمیلېدو پورې څار دوامداره بڼه خپله کړي.
خان عبدالغفار خان (باچا خان) په ۱۸۹۰م کال کې د چارسدې په اتمانزو کې زېږېدلی و او په ۱۹۸۸ م کال کې د جنورۍ پر ۲۰مه مړ شوی وو.

نوموړی د هغه له وصیت سره سم د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د خپل کور په انګړ کې خاورو ته سپارل شوی و.

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال يې د مزار د جوړېدو چارې پیل شوې وې چې بیا له اوږده ځنډه وروسته په افغانستان کې د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړي او دوهم پړاو کې پرې هم کارونه پیل شوي ول خو بیا د نامعلومو وجوهاتو له امله ځنډېدلي ول.

XS
SM
MD
LG