د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېب د حمزه شهباز پر کور چاپه وهلې ده


د احتساب قامي ادارې نېب چارواکو په پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د ګرفتاري لپاره د اپریل پر پنځمه په لاهور کې د هغه په کور چاپه ووهله خو نوموړی يې ګرفتاره نه کړی شو.

نېب په خپلې اعلاميه کې ويلي د امدن نه زياتو اثاثو او مني لانډرنګ کېس کې له ثبوتونو وروسته د نېب لاهور ټيم د حمزه شهباز د نيولو لپاره په ماډل ټاون کې د هغه کور ته ورغلی خو د نوموړي محافظانو صرف د دوی د ټيم د اهلکارانو جامې وشلولې بلکې دړکې يې هم ورکړې.

په اعلاميه کې ويل شوي سپريم کورټ هدایات جاري کړي وو چې د نېب لپاره ضروري نه ده چې یو ملزم د نيولو وړاندې هغه دې خبر کړي نو حمزه شهباز په ګرفتاري نه ورکولو سره د قانون خلاف ورزي کړې ده.

بلخوا حمزه شهباز د چاپې وروسته په لاهور کې رسنیو ته وويل د نېب اهلکارانو بې له یادګېرنې کور ته ورننوتي چې د لاهور های کورټ د فیصلې سپکاوی دی.

"کله هم دوی ما ته نوټس رالېږلې نو د انديښنو باوجود زه نېب ته وړاندې شوی یم نو نن داسې څه خاص خبره وه چې بې له خبرولو یې زما پر کور چاپه ووهله. له ما سره د عدالت امر شته چې وايي نېببه تر نیولو ۱۰ورځې وړاندې ما خبروي خو دوی د عدالت د فیصلې احترام ونکړ. زه د پنجاب اسمبلۍ له غړي سره سره د اپوزيشن مشر هم یم نو دوی ته پکار وو چې له وړاندې يې ما ته نوټس راکړی وی زه خبر هم نه یم او دوی زما پر کور راننوځي."

د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري په اسلام اباد کې رسنیو ته وويل، د نېب د کاروايي د قانون مطابق وه او د حمزه شهباز ذمه واري جوړېدله چې همکاري یې کړی وی.

"تر اوسه چې نېب عدالت ته کوم تفصيلات وړاندې کړي دي نو د هغې ترمخه د ۸۵ اربه روپو زياتې اثاثې د شهباز شريف او د هغه د فاميل د هېواد بهر دي دا پیسې دوی د دوه صرافانو د لارې له هېواده بهر ليږلې او هغه دواړه صرافان اوس د قانون په ولقه کې دي نو زه ګڼم چې نېب د قانون مطابق خپله کاروايي کړې ده او د احتساب دا عمل خو د بلاول بوټو او نه د حمزه شهباز د دهړکو نه ودريدونکې دې دا به خپل منطقي انجام ته رسي."

د ذکر ده چې دا مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) په قايد نوازشريف، صدر شهبازرشريف، حمزه شهباز او سعد رفيق پرته د مسلم ليګ (ن) یو شمېر نورو غړو پرضد د نېب مقدمې روانې دي.

دې ترڅنګه د پيپلز ګوند مشرانو اصف زرداري، بلاول بوټو زرداري، فریال تالپور، د سند اسمبلۍ سپيکر اغا سراج درانې او د یاد ګوند یو شمېر نورو غړو پرضد هم د نېب مقدمې روانې دي.

اپوزيشن ګوندونه په وزيراعظم عمران خان تور پورې کوي چې د نېب د لارې ترې سياسي انتقام اخلي خو نوموړې دريز لري چې د اپوزيشن ګوندونو په غړو د دوی په حکومت کې د راتللو وړاندې دا مقدمې جوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG