د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شریف نوم له اې سي اېله واېستل شو


د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف
د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف

په اسلام اباد کې د اپریل پر څلورمه د کورنيوو چارو وزارت په جاري شوي نوټيفيکېشن کې ویل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر محمد شهباز شریف نوم يې بهر هېودونو ته د تګ د بندیز کنټرول لېسټ څخه لېرې کړې.

له دې وړاندې د مارچ پر ۲۶مه د لاهور های کورت دوه تني بېنچ د شهباز شریف په درخواست د اورېدنې پر وخت د نوموړي نوم د ایګزېټ کنټرول لېسټ څخه د ویستلو امر وکړ چې وروسته بیا وفاقي کابینې هم د دې منظوري ورکړه.

د احتساب قامې ادارې نېب د محمد شهباز شریف پرضد له امدنه د زیاتو او ناقانونه اثاثو لرلو په مقدمه کې د نوموړي نوم په ایګزټ کنټرول لېسټ کې د اچولو غوښتنه کړې وه او دغه دوران نوموړي له وړاندې د کورونو جوړولو په یو پروژه اشیانه اقبال هاوسنګ سکیم کې د ۱۴ اربه روپو د درغلیو په تور کې د نېب په قید کې وو.

په دې اړه سیاسي چارو تجزیه کار حسن عسکري مشال راډیو ته وویل:

"په شهباز شریف تور دی نو ځکه يې هغوی نوم له دې لېسټه اخوا کړ خو یوه خبره ده چې کله پرې جرم ثابت شي نو بیا نوم ویستل ګران شي او بیا د عدالت ملتیا اخیستل ضروري وي نو ځینې وخت داسې کېږي چې جرم پرې نه وي ثابت شوی."

په پېښور کې د سیاسي او قانوني چارو تجزیه کار وکیل یوسف علي مشال راډیو ته په دې اړه وویل:

"د قانون مطابق د شهباز شریف نوم په ایګزټ کنټرول لېسټ کې اچول ناسم وو ځکه چې په نوموړي یوازې تور وو چې درغلي يې کړې نو اوس چې په ده مقدمه روانه شي نو هغه دوران بیا امکان لري چې د ده نوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې واچول شي."

د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو وخت په وخت په حکومت تور پورې کړې چې د نېب قانون سیاسي انتقام لپاره کاروي خو حکومت دغه تورونه رد کړي او وزیر اعظم عمران خان او د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري بیا بیا ویلي چې په دې سیاست والو دا تورونه د دوی په اقتدار کې د راتلو وړاندې لګول شوي.

XS
SM
MD
LG