د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د پاکستانۍ ټولنې هرې برخې ته ننوتی دی


د پاکستان ورځې په مناسبت پرېډ شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

د پاکستان ورځې په مناسبت پرېډ شوی

خبریال ذاهد حسین په نیوزویک مجله کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په پاکستان کې د پوځ سیوری د قامي ورځو نمانځلو نه واخله تر فلم، سندرو، کرکټ او میډیا ترڅنګ د ټولنې او کلتور په ټولو اړخونو خور شوی دی، چې د هیواد د استحکام او قامي یووالي لپاره ښه علامت نه دی.

ذاهد حسین لیکي، د مارچ په ۲۳مه نېټه د پاکستان ورځې لمانځلو پر مهال په پوځي پریډ کې پوځي سازوسامان وښودل شو، او د پوځ عامه اړیکو د اداری ای اېس پي ار په مرسته جوړې کړل شوې ملي سندرې واورل شوې. خو پوښتنه دا ده چې د پوځي طاقت ښودلو د پاکستان له ورځې سره څه تړون دی؟

د ۱۹۴۰ز کال په ۲۳م مارچ مسلم لیګ یو قرارداد منظور کړ چې پکې د مسلمانانو د اکثریتي صوبو په یو خپلواک فیډریشن کې د یوځايکولو غوښتنه شوې وه. خو کله چې موږ دغه ورځ لمانځو نو هېڅکله مو په دغه اړه د شوې سیاسي مبارزې په اړه غور نه دی کړی.

ذاهد حسین لیکي، دا چغې وهل چې موږ اټومي طاقت یو، موږ یو مضبوط قام نه ښيو بلکې پر خپلځان شک ښکاره کوو. د فکرمندۍ خبره خو دا ده چې سره د اټومي طاقته اقتصاد له تباهۍ سره مخامخ دی، سیاسي ناقراري ده، ابادي په زیاتېدو ده او چاپېریال په خرابېدو دی.

د پاکستان د امنیت او دفاع لپاره د پوځ قربانۍ باید ومنل شي او ستاینه يې وشي خو د دې معنا دا نه ده چې پاکستان په یو پوځي ریاست بدل شي.

په مقاله کې راغلي، د ای اېس پي ار په سندرو کې یوازې د پوځ ستاینې، او د ټولنې د نورو برخو د کردار له پامه غورځول پوښتنې راپورته کولی شي. کېدای شي دا وخت به په پاکستان کې مارشل لا نه وي، خو د پوځ سیوری د ټولنې او سیاست په هر اړخ خور کړل شوی دی.

د دې یو مثال په دا نېزدې موده کې د پوځ له خوا د پوځي سندرو او فلمونو جوړول دي، چې د پوځیانو قربانۍ پکې ښودل کېږي، خو د پوځ له خوا دا داسې رقم هلو ځلو سره مرسته د دې اهمیت کموي او ورسره د ټولنیز او سیاسي ویش ترمینځ تشه لا ډېرېدای شي. دغه رنګ پوځ میډیا هم په خپل اثر کې اخستې او د پوځي ویاند عامه خبره هم د یو مهم او لوی خبر په توګه ښودل کېږي.

ذاهد حسین لیکي د بهرنیو چارو د پالیسۍ جوړولو نه تر امنیت او بیا تر لوبو او کلتور پورې په هر څه پوځ دننه کول په هېواد کې سیاسي عمل اغېزمنولی شي.

XS
SM
MD
LG