د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو د ترقۍ او خاصه دارو لپاره ۵۷ اربه روپۍ ورکول کېږي


د پاکستان وفاقي حکومت د نهې په ورځ د وزیر اعظم عمران په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د قبایلي ضلعو د پرمختګ او د لېویز او خاصه دارو د مسلو هوارولو لپاره د ۵۷ اربو روپیو اعلان کړی او وايي دوی غواړي چې دغلته اصلاحات ژر تر ژره عملي شي او د اصلاحاتو ګټه ولس ته ورسېږي.

خو د قبایلي ضلعو ځايي ولس او پخواني پارلیمان غړي وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په قامي مالیاتي کمېشنایوارډ کې به ورله خپله برخه ورکوي نو پکار ده چې هغه ژمنه پوره کړي.

د کابینې له غونډې پس د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین خبریالانو ته وویل: ''په خیبر پښتونخوا صوبه کې د فاټا ورګډولو پس هلته د خاصه دارو او نورو امنیتي ځواکونو لپاره بجټ پکار دی، هلته د ټولو ادارو ژر تر ژره ډانچه جوړول غواړي نو دا پیسې د خاصه دارو او نورو ځواکونو لپاره منتقل کړل شوې دي.''

له خېبره د قامي اسمبلۍ او د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي محمد اقبال اپرېدي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل وفاقي حکومت غواړي چې په قبایلي ضلعو کې پرمختګ وشي اوس چې دا پېسې منظورې شوې دي نو دوی به کوشش کوي چې پرځای ولګېږي او متاثرینو، بې کوره کړل شویو او بې وزلو خلکو ته یې پوره ګټه ورسېږي.

وزیراعظم عمران خان د مارچ پر شپاړلسمه نېټه په خپل ټویټرپیغام کې ویلي ول چې حکومت به يې قبایلي ضلعو ته د پرمختګ لپاره هر کال تر لسو کالونو پورې یو سل اربه روپۍ ورکوي.

له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شهاب الدین خان مشال راډیو ته وویل، قبایلي سیمې ډېرې شاته پاتې دي نو باید چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې سرته ورسوي.

د نوموړي په خبره چې د قبایلي سیمو لپاره اعلان کړې پیسې ډېرې لږ دي: ''په دې پېسو د قبایلو مسلې نه هوارېږي نو دا په دې نه کېږي چې دومره پیسې مې ورکړې او دومره مې ورکړې او بله دا چې زموږ درې څلوېښت في صده د وفاق سره په این ایف سي ایوارډ کې برخه جوړېږي او نوره د صوبو سره نو که صوبې پرې لا رضا نه وي نو وفاقي حکومت دې خپله برخه خو راکړي.''

بلخوا په قبایلي ضلعو کې د پرمختګ په موخه د خیبر پښتونخوا یوې سرکاري کمیټۍ د اپرېل پر دوهمه، د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د سیمې له مشرانو او ځايي انتظامیې سره یوه مشوراتي غونډه وکړه.

د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر او د حکومت لخوا د ټاکلې شوې کمېټۍ مشر عاطف خان مشال راډیو ته وویل چې د پخوانۍ قبایلي سیمې یا فاټا په ۲۵ سب ډویژنونو کې د ترقۍ د کارونو لپاره خلکو ته معلومات ورکړل شي. نوموړي وویل، دوی به په دې اړه له خلکو تجویزونه هم غواړي او هڅه به کوي چې پیسې د قبایلي ولس د ضروریاتو مطابق پکار راوستل شي.

عاطف خان زیاته کړه، دا چې قبایلي سیمې جنګونو ځپلې او وروسته پاتې دي، نو د دغو سیمو د ترجیحاتو مطابق به د پرمختګ کارونه پر مخ وړي.

خو له مشال راډيو سره د سیمې یوه ځايي خبریال وايي: ''سرکار د سیمې مشران مشورو ته وربولي خو له وړاندې یې نه خبروي چې غونډه د څه لپاره رابلل شوې ده. کله چې مشران هلته ولاړ شي هغوی نه پوهېږي چې څه وايي.''

د سیمې اوسېدونکي وايي چې یوازې وعدې کافي نه دي بلکې عملي ګامونو دې هم پورته کړل شي.

راپور: سراج ظهیر

XS
SM
MD
LG