د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک د پاکستاني پوځ ۱۰۳ اکاونټونه وتړل


رویټرز خبري اژانس لیکي د ټولنیزو رابطو وېبپاڼې فېسبوک ویلي دوی هغه ۱۰۳ فېسبوک پاڼې او اکاونټونه تړلي چې د دوی په وینا د پاکستاني پوځ عامه اړیکو چارواکیو چلول.

فېسبوک دا خبره د ګل په ورځ کړې ده، او دا یې هم ویلي دي چې نه یوازې پر فېسبوک بلکې پر انسټاګرام یې هم هغه اکاونټونه ختم کړي دي چې د پاکستان د سیاست او سیاستوالو، د پاکستان پوځ او او د هند پوځ په اړه یې مالومات خپرول.

د فېسبوک د سایبر امنیت مشر نېتانییل ګلېشر وایي دوی پر فېسبک او انسټا ګرام ۱۰۳ پاڼې او اکاونټونه تر هغه وروسته ختم کړل، چې له پاکستانه چلېدل او غلط مالومات یې خپرول او ناسمې رویې یې لرلي.

فېسبوک دا ګام په داسې وخت پورته کړی دی چې په نړۍ کې پر دغه اداره تنقید زیات شوی دی چې ځینې خلک او ډلې د خپل شناخت نه ښودلو باوجو خپل فعالتونه تر سره کوي.

په امریکا کې د یوې څېړنیزې ادارې یو څېړونکی وایي په دغو زیاتره لیرې کړل شویو فېسبوک پاڼو زیاتره د هند خلاف او پر هند د حملې خبرې وې.

له دې سره سره فېسبوک هغه ۶۸۷ اکاونټونه هم ختم کړي دي چې د هند د مخالف سیاسي ګوند کانګرس سره یې تړاو لرلو. فېسبوک وایي دغه اکاونټونه یې پر دې ټولنیزې وېبپاڼې د ناسمې رویي له وجې ختم کړي دي.

XS
SM
MD
LG