دا اوونۍ په مشال مرکه کې د خجسته سمیعي سره غږېدلي یو. نوموړې د افغانستان د بلخ ولایت د مزار شریف ښار سره تړاو لري،۲۲ کلنه ده او په بلخ کې د یوې راډیو خبریاله ده.
هغې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې لخوا د خبریالۍ په میدان کې یوه نړیواله جایزه هم ګټلې ده.
نوموړې وايي، د مېرمنو د حقونو اړوند یې راډیويي پروګرامونه جوړ کړي چې له کبله یې د مبارزې درناوی کې دغه ایوارډ ورکړل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې دا ایوارډ دوو نورو افغانو مېرمنو ماري اکرمي او مقدسې احمدزۍ ته هم ورکړل شوی دی.
خجسته سمیعي دا هم وايي چې تحقیقي مقالې یې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې دي.
نښلول
شریک کړئ
خجسته سمیعي سره د مشال مرکه
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:26:10
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
ملیحه امیرزاده
مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې اونيزې خپرونې کوربنه ده.