د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې ۶۵ فیصده ماشومان د پولیو له څاڅکو پاتې شوي


پراګ ـ په باجوړ ضلع کې د پولیو د وروستي کمپاین پر مهال خوا و شا ۶۵ فیصده ماشومان له ویکسینو پاتې شوي دي.

د یادې ضلعې د صحت د څانګې مشر ډاکټر وزیر صافي په دې اړه د مارچ پر ۳۰مه مشال رېډیو ته وویل چې دا ستونزه په کمپاین کې د برخې اخیستونکیو اهلکارو لپاره د حفاظتي انتظاماتو د نیشتوالي له وجې رامنځ ته شوې ده.

پاکستان کې سږ کال د پولیو څلور کیسونه مخې ته راغلي
پاکستان کې سږ کال د پولیو څلور کیسونه مخې ته راغلي

ډاکټر وزیر صافي زیاته کړه چې په سېمه کې به د اپریل میاشتې له ۲۲م نه د پولیو د مخنیوي یو بل کمپاین شروع کوي او تمه ده چې په دغې کې ټولو ماشومانو ته ویکسین ورکړل شي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي د ادارې ویاند ډاکټر جوهر خان وايي، اوس د لیویز او خاصه دار ځواک هړتالونه ختم شوي او ډېر زر به د قبایلي ضلعو پاتې شویو ماشومانو ته ویکسین ورسول شي.

چارواکي وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو وایرس څلور ماشومان ځپلي چې درې يې له خېبر پښتونخوا سره تړاو لري او د دې وجه داده چې په ځېنو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه رسېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG