د لاسرسي ځای

تازه خبر

انجېلینا جولي: افغان مېرمنې باید د سولې په خبرو کې شاملې کړل شي


انجېلینا جولي
انجېلینا جولي

امریکايي هنرمندې انجېلینا جولي غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوږد مهاله شخړې د ختمولو لپاره د سولې په خبرو کې باید د افغانو ښځو ګډون باوري کړل شي.

انجېلینا جولي په نړۍ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده.

نوموړې د مارچ په ۲۹ مه د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو د وزیرانو او سفارتکاروپه یوه غونډه کې وویل په زرهاو افغانې ښځې په دې ورستیو کې خپل ژوند ته د خطر سربېره راووتلې او غوښتنه یې وکړه چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې دې د دوی او د دوی د بچو د حقونو خونديتوب باوري کړل شي.

په دې خبرو کې ښځو ته لا هم څه برخه نه ده وکړل شوې. انجېلینا جولي وویل په افغانستان او یا کوم بل هېواد کې تر هغې سوله نه شي راتلی تر څو چې د ښځو حقونه نه وي خوندي کړل شوي.

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان د ښځو د دې مسلې په اړه د نړیوالې ټولنې خاموشي د شدیدې اندېښنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو څو پړاونه تر سره شوي دي.

د دې تر څنګ په روس کې د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو په نامه داسې مزاکرات هم شوي وو چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر مهمو سیاستوالو ، قبایلي مشرانو او طالب استازو پکې ګډون کړی وو.

تر اوسه په دې خبرو اترو کې د کوم خاص پرمختګ خبر مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG