د لاسرسي ځای

تازه خبر

 په کوز دیر کې ۲۰ غیر-سرکاري تعلیمي ادارې تړل شوې


د پاکستان وفاقي حکومت له خوا د اجازتنامې نه ترلاسه کولو نه وروستو ، غیر سرکاري اداری ؛د خویندو کور؛ د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې خپل ۲۰ تعلیمي اداری تړلي دي.

په دې کې پرایمري ، مډل او های سکولونه شامل ول، چې د ځايي خلکو او غیرسرکاري ادارې په مرسته په دوه زره یو کالکې پرانستل شوي ول.

په دغه اړه د خویندو کور ادارې سیمه ایز مشر ابراش پاشا بېګا مشال راډیو ته وویل وفاقي حکومت ورته بې له څه وجې ښودلو په دغه سیمه کې د تعلیمي هلو ځلو پر مخ وړلو اجازه نه ده ورکړې.

د سکولونو له تړلکېدو وروستو د ځايي خلکو او زده کوونکیو له خوا احتجاجي مظاهرې هم وشوې، خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا د تعلیم سلاکار ضیاء الله بنګش وايي چې ذکر شوې غیرسرکاري اداره د پانګو د نشتوالي سره مخامخ وه، نو له دې کبله يې سکولونه تړلي دي. نوموړي زیاته کړه چې صوبايي حکومت به اوس د دې سکولونو انتظام ایلېمینټري ایجوکیشن فاونډېشن ته حواله کوي.

د خویندو کور سیمه ایز مشر ابراش پاشا وايي دوي دا سکولونه له تیرو شلو کالو راهیسې ډیر په منظمه توګه روان کړي وو ، او یوشمېر طالبعلمان يې په پېشه وارانه کالجونو کې په داخلو کې بریالي شوي دي. نوموړی زیاتوي له دوی سره د پانګو هېڅ ستونځه نه وه، خو حکومت ورله اجازه نه ده ورکړی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم حکومت په باجوړ کې د فاټا ایجوکیشن فاونډېشن تر سیوري لاندې چلېدونکي ۲۸ کمیونیټي سکولونه تړلي ول. په دې تعلیمي ادارو کې خواو شا ۵۰۰۰ هلکانو او نجونو زده کړې کولی.

XS
SM
MD
LG