د قبایلي ضلعو ځنو پارلیماني غړیو د صوبايي چوکیو زیاتولو او د قامي اسمبلۍ چوکیو پرځای ساتلو غوښتنه کړې او په دې لړ کې يې په اسمبلۍ کې د ايني ترمیمي بل مسوده جمع کړې ده او وايي د قبایلي ضلعو سرشمېرنه سمه نه ده شوې باید چې دا هم سمه کړي.
د شورو په ورځ د قبایلي ضلعو پارلیماني غړیو محسن داوړ، علي وزیر او منیرخان اورکزي په قامي اسمبلۍ کې د پنځویشتم آیني ترمیمي بل مسوده جمع کړه چې پکې يې غوښتنه کړې د پخوانۍ فاټا لپاره دې موجوده د مرکزي اسمبلۍ دولس چوکۍ پرځای وساتل شي او د دې سیمو لپاره دې د صوبايي اسمبلۍ عمومي چوکۍ څلورویشت کړل شي.
د پاکستان د سرشمېرونو ترمخه دغه قبایلي ضلعو ته د قامي اسمبلۍ یواځې شپږ او د صوبايي اسمبلۍ شپاړس چوکۍ ځانګړې شوې دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د کورمې څخه د قامي اسمبلۍ غړي منیر خان اورکزي وویل د قبایلي ضلعو سرشمېرنه سمه نه ده شوې ځکه چې نزدې اته دېرش لکه قبایل د خرابو حالاتو په وجه له خپلو سیمو بهر د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې مېشت ول.
د نوموړي په خبره دا وخت د قبایلي ضلعو دولس د قامي اسمبلۍ چوکۍ دي او دوی غواړي چې د قامي اسمبلۍ دیو غړي پر سر دوه صوبايي چوکۍ ورکړل شي.
د منیرخان اورکزۍ په وینا: ''کله چې فاټا انضمام وشو او په هغې کې کومه فېصله وکړې شوه چې د دې سیمو د قامي اسمبلۍ دولس چوکۍ به تر د پنځو کلونو پورې وي او دا رنګ بیا روستو وویلې شو چې صوبايي چوکۍ به ورکړل کېږي او د قامي اسمبلۍ دغه دولس چوکۍ به شپږو ته رارسول کېږي نو دوی په دې بل کې غوښتنه کړې چې دا دولس چوکۍ دې پځای وساتل شي او صوبايي دې د شپاړلسو پرځای څلورویشت کړل شي او سرشمېرنه دې هم بیا وکړل شي.''
مشال راډیو چې د دوی د دې غوښتنې په اړه د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف د خېبر ضلع نه د قامي اسمبلۍله غړي محمد اقبال اپرېدي وپوښتل نو هغه وویل د دې بل د پاسېدو لپاره به دوی خپلې هلې ځلې کوي ځکه چې له دې سره د قبایلو راتلونکې تړلې دی.
د نوموړي په وینا دې لړ کې دوی د وزیراعظم عمران خان سره هم خبره کړې او هغه د دې لپاره یوه کمېټي هم جوړه کړې ده.
د نوموړي په وینا: ''دوی به په قامي اسمبلۍ کې د دې بل پوره پوره مرسته کوي او د دې لپاره به قرارداد هم منظوروي ځکه چې دا د قبایلو حق دی او موږ له مخالفو ګوندونو هم غوښتنه کوو چې په دې لړ کې زموږ مرسته وکړي.''
قبایلي ضلعې تیرکال د مۍ په یودېرشمه نېټه د پاکستان مسلم لیګ ن په حکومت کې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شوې دي. هغه مهال ویل شوي ول چې د فاټا لپاره د قامي اسمبلۍ دولس او د سېنېټ اته چوکۍ به د راتلونکیو پنځو کلونو لپاره پر خپل ځای پاتې وي او له هغه وروستو به نوې حلقه بندۍ کېږي.