د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې څلور شپونکیان تښتول شوي


د کورمې یوه سیمه
د کورمې یوه سیمه

د راپورونو ترمخه، دغه شپونکیان د نهې په ورځ د مرغان سیمې ځنګلو ته د رمو څرولو لپاره ورغلي ول خو وروسته بیا بې درکه شول.

د مناتو یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، ځنګلو ته ټول پنځه شپونکیان لاړ وو چې په کې د شهزاد ګل په نامه یو شپونکې له وسله والو ځان تر راخلاصولو وروسته راتښتېدلي دی او نور یې بیولي دي.

د هغه په خبره، په دغه تښتول شویو شپونکیانو کې رحمان ګل، امین، سلیم ګل او عاصم نومونه شامل دي.

هغه دا هم وویل، د تښتونکو شمېر تر لسو زیات و او دا نه ده مالومه چې هغوی ډاکوان ول او که وسله وال طالبان خو د سیمې بې ګناه شپونکیان یې یرغمال کړي دي.

د کورمې انتظاميې هم د دغې پیښې پخلي کړی او وايي، څلور تنه د مرغان سیمې شپونکیان له پرون ماسپښین راهیسې بې درکه دي.

یو انتظاميي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د چار شنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل، د منځني کورمې تحصیلدار جاوید اپرېدي له محررانو او خپلې نفرو سره هلته ورغلی دی او تحقیقات یې روان کړي دي.

چارواکي زیاته کړه، کوم تن چې د وسله والو له منګلو ځان راخلاص کړی، هغه د دوی په ولکه کې دی او د پیښې په اړه ترې مالومات راغونډوي.

تراوسه د دې پیښې ذمه واري چا نه ده منلې.

مرغان د منځني کورمې د علي شېرزو په حدودو کې راځي چېتر پوځي عملیات وروسته له وسله والو پاکه ګرځول شوې ده.

په ۲۰۱۶ کې هلته خلک تر ورستنېدو وروسته دا اول ځل دی چې د عام وګړیو د تښتولو پیښه رامینځته شوه.

په سیمه کې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۶ کال په موده کې هلته تعمیر وطن، اپرېشن ماموزی او کوه سفید په نامه بیا بیا پوځي عملیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG