د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان څرګندونو غبرګونونه راپارولي


له ارشیفه
د افغانستان سفیر عاطف مشعل له پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدو مهال. ۵م فېبروري، ۲۰۱۹
له ارشیفه د افغانستان سفیر عاطف مشعل له پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدو مهال. ۵م فېبروري، ۲۰۱۹

افغانستان رسنیو ته د پاکستاني وزیراعظم له څرګندونو پس په اسلام اباد کې د کابل سفیر خپل هېواد ته ورغوښتی دی.

عمران خان د مارچ پر ۲۵مه خبریالانو ته ویلي ول چې په افغانستان کې لنډمهاله حکومت جوړېدل به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرواترو کې مرسته وکړي ځکه چې دغه وسله واله ډله له اوسني حکومت سره خبرو ته نه کښېني.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په سېشنبه پر تویټر په ورکړي بیان کې د عمران خان څرګندونې غیر-ذمه واره وبللې او ویې ویل چې په کابل کې یې د پاکستاني سفارت مرستیال د دغه څرګندونو وربللی دی.

نوموړي بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل له اسلام اباده د خپل سفیر له ورستنېدو او له هغه سره تر مشورو وروسته به رسنۍ په حال خبرې کړي.

په عین حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په سېشنبه وویل چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا د مذاکراتو نوي پړاو لپاره سیمې ته روان شوی دی. نوموړي هم د عمران خان پر بیان نیوکه کړې ده. ټاکل شوې چې خلیلزاد پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني سیاسي کارپوهان وايي، د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او افغان حکومت باید په دې برخه کې ملګرو ملتونو ته خپل رسمي شکایت وړاندې کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی او د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅه ده او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې به نورې هم ترینګلې کړي.

د پاکستان یوه پخواني دپلوماټ ایاز وزیر هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې وزیر اعظم عمران خان ته نه وه پکار چې د افغانستان پر داخلي سیاست یې خبرې کړې وی. د نوموړي په خبره دا د افغانانو کار دی چې هغوی څنګه حکومت جوړي او په څه طریقه ټاکنې کوي. خو یوه بل پخواني ډپلوماټ رستم شاه مومند بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دی فکر نه کوي چې د عمران خان بیان په افغانستان کې لاسوهنه ده.

اخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن چارشنبه په بیان کې ویلي چې د عمران خان خبرې ناسمې تعبیرې شوې دي. بیان وايي د عمران خان د خبرو مانا ده وه چې په افغانستان کې دې هم د پاکستان په شان عبوري حکومت انتخابات وکړي.

XS
SM
MD
LG