د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره یو پراخ ټیم پکار دی'


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني او ولسمشر غني
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني او ولسمشر غني

د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره مشرې له اسلام اباده وروسته په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره وکتل.

فدریکا موغېريني د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه چانس وباله.

موغېريني په سېشنبه په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د سولې په باب د روانو هلو ځلو نتایجو ته په تمه دي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني

فدریکا موغېريني وایي چې افغانستان ډېره جګړه تجربه کړه، خو اوس د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د سولی د خبرو اترو لپاره د یو هر اړخیز ټیم جوړول ډېر مهم دي چې د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو استازي پکې شامل وي. دې وویل چې اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ترڅنګ وي او هېڅکله به يې یوازې پرېنږدي.

د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره مشرې دغه شان وویل چې سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي، خو دا یې هم څرګنده کړه چې تر امریکا، تر روسیې، تر چینه او تر ایرانه باید ټول هېوادونه په افغان سوله کې مثبت کردار ادا کړي.

فدریکا موغېريني همدا شان د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې انتخابات ډېر مهم دي او باید ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د کړیو مرستو او ملاتړ مننه وکړه.

ولسمشر غني وویل چې یویشتمه پېړۍ د جګړو او ګواښونو نه ده، باید جګړه او تهدید خپل ځای روغې جوړې ته پرېږدي او هره ستونزه باید په تدبیر او تعقل سره لېرې شي.

د نوموړي په باور، افغانستان دا مهال په سخته ازموینه کې دی، خو په ټینګار يې وویل چې هر امتحان یو ښه فرصت هم بلل کېږي او اوس په افغانستان کې دا فرصت رامنځته شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده وویل:

"سوله د افغانانو ترمنځ په یو ملي بحث بدله شوې ده او دا خبرې دوام پیدا کوي، د سولې په لویه مشورتي جرګه کې په کوم چوکاټ چې بحث کېږي، وروستي اقدامات به ترسره شي، زه ډاډه یم چې افغانان به خپل برخلیک پخپله وټاکي او ان شاالله چې په بشپړ یووالي او اتفاق به خپله راتلونکې وټاکو. "

ده وویل چې د افغانستان څلوېښت کلن ناورین باید ښه مدیریت شي، ترڅو رامنځته شوی فرصت د بل جنګ او بحران لامل ونه ګرځي.

د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره مشرې فدریکا موغېریني همدا شان ټینګار وکړ چې له افغانستانه سره به د دوی ملاتړ دوامدار وي او په اقتصادی او نورو زیربنایي برخو کې به هر اړخیزه مرسته وکړي.

موغېريني وویل چې پاکستاني مشرانو هم په اسلام اباد کې له دې سره په لیدنه کې د افغانستان سولې بهیر او بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG