د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلمانو شوو جينکو کورنۍ وايي ګواښونه ورته کېږي


په سند صوبه کې تر دې مخکې په زور د هندوو جينکو ودولو او مسلمانولو پر ضد مظاهرې شوې دي
په سند صوبه کې تر دې مخکې په زور د هندوو جينکو ودولو او مسلمانولو پر ضد مظاهرې شوې دي

د سند صوبې د ګوټکي ضلعې څخه په مبيينه ډول د تښتول شوو او په زور د واده کړل شوو دوو هندوو جينکيو کورنۍ وايي سختدریځې ډلې ورته ګواښونه کوي چې د دې مسلې له راپورته کولو لاس واخلئ.

د رينا کمار او روينه کمار ورور، شومان کمار د مارچ په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی خوېندې د مارچ په شلمه له کوره وتښتول شوې. هغه زياته کړه چې تښتوونکو هلکانو سره د ځايي سختدريځو اسلامي مذهبي مشرانو ملاتړ وو او د ده خوېندې يې پنجاب ته وتښتولې.

ټوپک يې ورته پر سر ايښی وو او په زور يې مسلمانې کړې دي.
شومان کمار

شومان کمار زياته کړه: ((له اتلسو کلونو يې عمرونه کم دي. په ښه او بد نه پوهېږي. دوی بايد موږ ته بېرته راوستل شي. موږ سره يې بايد ملاقات وشي. يا دې يې مجسټريټ بيان ثبت کړي. خو هيڅ داسې کار نه کېږي. موږ ته هم ګواښونه شوي. سختدريځې راته وايي چې نور بايد مظاهرې ونه کړئ. خو دا زموږ د عزت مسله ده او هيڅ نه په شا کېږو.))

پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا خپرو شوو ويډيو کې د دغو دوو خوېندو نکاح تړل کېږي او په يوه بله ويډيو کې دوی وايي چې په خپله خوښه يې اسلام منلی خو د دې جينکو وکيل دليپ کمار وايي دا دروغ دي. هغه مشال راډيو ته وويل په رينا او روېنه په زور نکاحنامه لاسليک شوې ده.

کريشنا کوهلي: د پنجاب حکومت سره په تماس کې يو چې دغه جينکۍ او تښتوونکي يې پېدا کړي
کريشنا کوهلي: د پنجاب حکومت سره په تماس کې يو چې دغه جينکۍ او تښتوونکي يې پېدا کړي

د حکومت دريځ

د مارچ په ۲۴مه د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ويلي وو چې وزيراعظم عمران خان د پنجاب او سند صوبايي حکومتونو ته حکم کړی چې دا جينکۍ ژر تر ژره پېدا کړي. په همدې حال کې په سينټ کې د حکمران ګوند پيپلز پارټۍ يوه غړې کرشنا کوهلي وايي چې د دوو هندو جينکيو په زور مسلمانولو په تور د سند پوليسو څو کسان نيولي دي.

هغې د مارچ په پنځه وييشتمه مشال راډيو ته وويل: ((اوس ګورو چې څه کېږي. د پنجاب حکومت یې لټوي. د سند حکومت هم ورسره مرسته کوي. زموږ خبرې روانې دي. دلته زموږ په سند صوبه کې داسې قانون دی چې څوک له اتلسو کلونو څخه کم عمره جينکو سره واده نه شي کولی. له دې وجې دا جينکۍ پنجاب ته بيول شوي دي.))

په سند صوبه کې په زور د هندو جينکو ودولو او مسلمانولو مسله دومره غټه شوه چې په ۲۰۱۶ کال کې حکمران ګوند پيپلز ګوند يې د مخنيوي لپاره يو بيل وړاندې کړ چې صوبايي اسمبلۍ منظور کړ. خو د دې کار پر ضد اسلام پالو ډلو مظاهرې وکړي چې د فشار له وجې ګورنر لاسليک نه کړ او په دې توګه دا بيل په قانون بدل نه شو.

XS
SM
MD
LG