د لاسرسي ځای

تازه خبر

فيدرېکا موغېريني: د ترهګرو پر ضد کاروايي پخپله د پاکستان په ګټه ده


فيدرېکا موغېريني
فيدرېکا موغېريني

د بهرنيوو چارو لپاره د يورپي يونين ځانګړې استازې فيدرېکا موغېريني د مارچ په پنځه ويشتمه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ملاقات وکړ.

هغې په همدغه ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل چې د اسلام اباد سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري کوو: ((ما ته د هغو ګامونو په اړه معلومات راکړل شول چې پاکستان د ترهګرو د فعاليتونو د چېلنج سره مقابلې لپاره اخیستي دي. ما ورته وويل چې موږ درسره د ترهګرو او سختدريځو ډلو د ځپلو لپاره په کاروايي کې ځکه ملاتړي يو چې دا د سيمې د ثبات او پخپله پاکستان لپاره ښه کار دی.))

پاکستان بايد د ترهګرو خلاف داسې ګامونه واخلي چې نور خلک یې هم وليدلی شي.
څيړونکی ډاکټر محمد تقي

پاکستان دا مهال د ترهګرو د پېسو سرچينو نه بندولو له وجې د تورو پېسو د مخنيوي نړيوالې ادارې، FATF په خړ ليست کې دی. د ځينو راپورونو تر مخه که پاکستان په دې اړه د ډاډ وړ کار ونه کړي نو تر ستمبره پورې په تور ليست کې اچول کېدلی شي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي شاه محمود قرېشي د مارچ په پنځه ويشتمه د فيدريکا موغيريني سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې په دې اړه یې د اروپايي ټولنې اندېښنې ځواب کړلې.

هغه زياتوي: ((ما د موغيريني سره د FATF په هکله د پاکستان نظر او اخيستو ګامونو په اړه معلومات شريک کړل چې موږ د نړيوالې ټولنې په مخ کې د خپلو ذمه واريوو د پوره کولو لپاره څه کوو. ما ورسره د ترهګرۍ ضد قامي ايکشن پلان په اړه هم خبرې وکړي. ما په پاکستان کې د نړيوالو غېرسرکاري ادارو په کار کې د خنډونو د ګونګوسو او حقیقت په اړه وضاحت ورکړ. هيله لرم چې په دې اړه موجودې اندېښنې ځواب شوي وي. خوا او شا پنځه اويا نړيوالې غېرسرکاري ادارې رجسټرډ شوي او په کار یې پېل کړی دی.))

پاکستان په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په ځينو هغو غېرسرکاري ادارو بنديز ولګاوه چې د بشري حقونو په برخه کې يې کار کاوه. دليل یې دا راوړ چې د فنډونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی. نړيوالې ټولنې پر دې کار تنقيد کړی وو.

شاه محمود قرېشي: هيله ده چې اندېښنې ځواب شوې وي.
شاه محمود قرېشي: هيله ده چې اندېښنې ځواب شوې وي.

په همدې حال کې د تورو پېسو د مينځلو يا مني لانډرينګ او ترهګرو مالي مرستو څارونکې اداره، ايف، ای، ټي، ايف چارواکي د مارچ په پنځه ويشتمه اسلام اباد ته ورغلي او د سما ټيليويژن د يو راپور ترمخه به د چارشنبې تر ورځې پورې د پاکستاني چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې آيا د سختدريځو ډلو د مالي سرچينو بندولو لپاره يې پوره ګامونه اخیستي کنه.

څيړونکی ډاکټر محمد تقي وايي پاکستان بايد د وسله والو ډلو خلاف داسې ګامونه واخلي چې ښکاره او اوږدمهاله وي. ((پاکستان وايي فلانی تنظيم مو غېرقانونه اعلان کړ او اکاونټونه مو ورله بند کړل. دا ځکه سمه خبره نه ده چې اکثره داسې ډلې په بدلو نومونو بيا فعاليت پېل کړي او يا هم تر دې اعلانونو مخکې خپل بانکي اکاونټونه نورو ځايونو ته ولېږي.))

د ايف، ای، ټي، ايف دویب سایټ ترمخه په تور ليست کې اچول کېدل په دې مانا دي چې يو ملک همکاري نه کوي او له همدې کبله يې په هېواد کې سرمايه کاري نه کېږي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان خبره، دوی ورته د اقتصاد بحالولو لپاره ډېر ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG