د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو د حفیظ الله وزیر د کور سوځولو پېښه وغندله


پراګ ـ د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحاديې له حکومته غوښتي چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د يو خبريال حفیظ الله وزير د کور سوځوونکو ته دې سزا ورکړل شي.

تېره اوونۍ د زمکې پر سر د يوې لانجې د نه حل کېدو له وجې يوې قومي جرګې د وزیر کور سوځولی وو.

د پاکستان فيډرل يونين آف جرنلیسټس مرستيال مشر شميم شاهد بيګا مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو تر شاملېدو وروسته بايد پرېکړې په جرګو نه بلکې په عدالتونو وشو.

"د حفیظ وزیر او د کورنۍ سره یې چې کومه پېښه شوېده، د هغې چې هر څومره غندنه وشي کمه ده ځکه چې په قبایلي سیمو کې د اېف سي ار د نظام له ختمېدو وروسته هم دا ډول پېښې مخې ته راتلل د افسوس خبره ده. پکار ده چې د پاکستان سپریم کورټ د دې نوټس واخلي."

په قامي اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند غړو مشال راډيو ته ويلي چې کوښښ کوي په دې اړه نور معلومات پېدا کړي تر څو ښکېلو کسانو ته سزا ورکړل شي.

کومې جرګې چې د خبریال حفیظ الله وزیر د کور د سوځولو امر کړی وو، د هغې یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د حفیظ الله کور ځکه وسوځول شو چې نوموړي د قبایلي تړون خلاف خپله ځمکه د قبیلې نه بهر په یو تن خرڅه کړې وه.

مشال راډیو هڅه وکړه په دې اړه حکومتي نظر هم راواخلي خو بریالۍ نه شوه.

XS
SM
MD
LG