د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي اسیا د سیاستونو د دې سیمو د میرمنو پر ژوند اغیز


ښي لاس ته مدني فعاله پشتنه درانۍ ده او کيڼ اړخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر ثنا اعجاز ده.
ښي لاس ته مدني فعاله پشتنه درانۍ ده او کيڼ اړخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر ثنا اعجاز ده.

د هندوستان مېرمنو بلاګ په نامه يوې انټرنيټي څانګې په ټولنيزې رسنۍ ټوېټر يو بحث پېل کړی چې پکې د افغانستان او پاکستان کډون د جنوبي اسيا د يو شمېر هېوادونو جينکۍ برخه اخلي.

دا بحث چې تر ۲۵ مارچ به دوام لري پکې پر دې خبرې کېږي چې د جنوبي اسيا سياستونو د دې سيمې د مېرمنو په ژوند څه اغيز کړی او بله دا چې په دې سياستونو او د سولې په هلو ځلو کې د مېرمنو څومره رول دی.

په دې بحث کې د پاکستان او افغانستان د پښتنو استازيتوب د کابل د امريکايي پوهتون زده کونکې پشتنه درانۍ کوي.

د دې اونۍ په خپرونه کې هم پشتنه درانۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر ثنا اعجاز زموږ مېلمانه وو. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG