د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د درغلۍ په ختمولو کې مرستې ته تیار یو: مهاتیر محمد


د مالیزیا وزیر اعظم مهاتیر محمد
د مالیزیا وزیر اعظم مهاتیر محمد

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد سره په اسلام اباد کې ګډې خبري غونډې ته ويلي درغلي د یو ملک په ترقۍ کې ترټولو لوی خنډ وي او کوښښ يې دی چې له هېواده درغلي وباسي. غونډې ته د مهاتير محمد وويل چې له پاکستانه د درغلۍ ختمولو په لړ کې ورسره مرستو ته تیار دی.

نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد سره د ليدنې ورستو ګډې خبري غونډې ته د عمران خان وينا وه ګڼي چې یو ملک غريب نه وي خو کرپشن يې غريبوي ځکه چې د درغلۍ له لاسه ادارې ورانېږي او د ملک په ترقۍ لګېدونکې پېسې د درغلۍ ښکار شي.

د نوموړي وينا وه د ملاقات پرمهال په هغه لارو يې خبرې وکړې چې په خپلولو سره يې ماليزيا دومره ترقي وکړه نو وزيراعظم مهاتير محمد راته وويل یوه وجه يې غير ملکي پانګوال (سرمایه کارانو) لپاره موقعې برابرول او ټېکنالوجي خپل ملک ته راوړل وو.

د عمران خان په وينا کوښښ یې دی چې بهرني پانګوال په پاکستان کې پانګونې ته وهڅوي.

خبري غونډې ته د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد وويل عمران خان سره ليدنې پرمهال نيغ په نيغه سرمایه کارۍ يې هم خبرې وشوې نو دواړو ملکونو له د یو بل د قوانينو نه ځان خبرول پکار دي چې تاجرانو ته په سرمایه کاري کولو کې اساني وي.

د نوموړي وينا وه دواړو ملکونو له په معيشت او تجارت کې بهتري راوستلو لپاره په ګډه سره کوښښونه کول پکار دي که ماليزيا او پاکستان خپلمنځي تجارت زيات کړي نو په دې کې څه شک نه شته چې ورسره به نه یوازې د روزګار موقعې زياتې شي بلکې معيشت به هم وده ومومي.

په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي پاکستان دا وخت په معاشي توګه له مشکلاتو سره مخامخ دی او حکومت کوښښ کوي چې غېر ملکي سرمایه کاران پاکستان ته راشي او سرمایه کاري وکړي.

د نوموړي په وينا که د ماليزيا سرمایه کارانو پاکستان کې سرمایه کارۍ لپاره زړه خوښي وښودله نو دا به د موجوده حکومت یوه کاميابي وي.

د ماليزيا وزيراعظم په ېوويشتم مارچ په درې ورځنۍ دوره اسلام اباد ته ولاړ. له دې وړاندې په ۲۰۱۸ ز کال په نومبر مياشت کې وزيراعظم عمران خان هم د ماليزيا دوره کړې وه او مهاتیر محمد ته يې د پاکستان د دورې بلنه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG