د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېب دې د ترهګرو مرستندویان هم وروبولي: بلاول


د پاکستان پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري وايي، د احتساب قامي اداره نېب که دوی رابللی شي نو له ترهګرو سره مالي مرستې کونکي دې هم راوغواړي او حکومت دې د طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان پرضد هم یوه ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړي.

د مارچ پر۲۰مه مازيګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل د ناقانونه ګرځول شویو ډلو پرضد به هر وخت خپل اواز پورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو ډلو پرضد دې کاروايي وکړي.

"دوی وايي، موږ د ناقانونه ګرځول شویو ډلو مشران او غړي ونيول. زه نه منم. زه دا وايي، تاسو هغوی په محفوظو ځايونو کې ساتلي چې د هند الوتکې پرې بمباري ونه کړي. دوی د بانک د اکاونټونو کنګل کولو خبرې هم کوي زه پرې یقين نه کوم دوی خو د پرويز مشرف اکاونټونه هم کنګل کړي ول خو هغه ترې خپلې ټولې پېسې راوويستې."

بلاول بوټو له دې وړاندې د مارچ پر شپږمه هم د قامي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وينا کې ويلي ول حکومت له د ناقانونه ګرځول شویو تنظيمونه پرضد د کاروايي کولو سره سره د دې تنظيمونو په قامي بهير کې د شاملولو پاليسي هم ختمول پکار دي ځکه چې تر کومه به نړۍ ته د ناقانونه ډلو په اړه عذر وړاندې کوو.

د پاکستان حکومت له څو مودې راهیسې په هیواد کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو پرضد کارروايانې پیل کړي او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري تېره اونۍ رسنیو ته ويلي ول چې په ټول هیواد کې يې د یادو ډلو ۱۲۱مشکوک کسان نيولي دي او بې له څه توبيره يې تر بنديز لاندې ډلو خلاف کارروايي روانه ده.

په دې اړه پخواني سېنېټر افراسياب خټک مشال راډیو ته وویل، حکومت دريځ لري چې د ناقانونه ډلو پرضد يې ګامونه پورته کړي خو تر اوسه حکومت داسې څه ګام نه دی پورته کړې چې نړۍ پرې یقين وکړي.

"بلاول بوټو چې د دې ډلو پرضد د کوټلي ګامونه پورته کولو کومه غوښتنه کوي نو هغه بلکل صحيح ده ځکه چې پاکستان دا وخت د ناقانونه پيسو د کنټرول او څار نړيوالې ادارې په خړ ليسټ کې شامل دې او که حکومت غواړي چې له دې ليسټه ځان وباسي نو ورته به د ناقانونه ډلو پرضد ګامونه پورته کول وي."

په پاکستان کې له هغه وروسته د ناقانونه ډلو پرضد د کاروایانو په اړه فشار زيات شوی چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې پاکستان ميشتې وسله والې ډلې جيش محمد په ځانمرګي بريد کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل چې بیا وروسته د فبرورۍ پر ۲۶ مه هند د پاکستان پر بالاکوټ بمباري وکړه.

XS
SM
MD
LG