د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې عدالت د مارچ پر ۲۰مه و تریزا هلشکووا ته دا سزا په دې تور کې اورول شوې چې له پاکستان څخه یې د هیروینو قاچاق کولو هڅه کړې وه.
عدالت ویلي چې نوموړې د ۲۰۱۸م کال په جنوري کې هغه مهال نیول شوې وه چې د لاهور هوايي ډګر له لارې یې اتنیم کلو هیروینو قاچاق کولو هڅه کړې وه.
د عدالت په وینا ، تریزا هلشکووا د دوبۍ د هوايي کمپنۍ امېرټس ایرلانیز په یو پرواز کې ایرلېنډ ته تله.
نوموړې ویلي چې دا پاکستان ته د ماډلنګ لپاره تللې وه خو چې کله ستنېده نو په بېګ کې یې چا نشي مواد اچولي وو.
پر نوموړې د اته کاله او اته میاشتنې بند د سزا تر څنګ اته سوه امریکايي ډالر جرمانه هم لګول شوې ده.
د دې وکیل سردار اصغر ویلي چې نوموړې به د دې سزا پرضد اپیل کوي.