دا بنسټ د ډاکټر حسن کاکړ په نامه جوړ شوی دی. ډاکټر حسن کاکړ تاريخپوه وو او د افغانستان په لغمان ولايت کې زيږيدلی وو. نوموړي په برتانيه کې يې د دکتورا تر کچې زده کړې وي او په امريکا او افغانستان کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې د تاريخ استاد پاتې شوی وو.
هغه په پښتو، انګريزۍ او دري ژبو اتلس کتابونه او په سلګونو علمي مقالې ليکلي دي. نوموړی د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په پنځمه په کيليفورنيا کې وفات شو.
د پوهاند حسن کاکړ زوی او د کاکړ تاريخ بنسټ جوړړونکی، کاوون کاکړ وايي له دې لارې غواړي افغان ځوانان له خپل تاريخه په داسې طريقه خبر کړي چې هغوی يې د هېواد پرمختګ لپاره ترې زده کړې وکړي.
کاوون کاکړ زياتوي: ((د دې بنسټ يو لوی هدف دا هم دی چې د افغانستان د لرغوني تاريخ په اړه عملي تحقیقات وشي. موږ ځوانانو ته د بحث زمينه برابروو او د پوهاند حسن کاکړ د ليکنو لارې ورته ښايو چې پخوانيوو جګړو ته په کتو سره بايد زده کړه وشي تر څو خلک خپلې ستونزې د ټوپک له لارې نه بلکې د عدم تشد له لارې حل کړي.))
د کاکړ تاريخ بنسټ يا کاکړ هیسټري فاونډېشن پر ويب پاڼه د ډاکټر حسن کاکړ مقالې او کتابونه شته دی چې کاروونکي يې ښکته کولی یا ډاونلوډ کولی شي.
په دې اړه بشير ګواښ د کاوون کاکړ سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې د دې بنسټ د رامنځته کولو ضرورت ولې پېښ شو؟