د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیو زیلینډ برید کې د نهو پاکستانیانو او دوو افغانانو د وژنې تصدیق


د نیو زیلینډ په برید کې وژل شوي مسلمانان د یو شمېر هېوادونو وګړي ول

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نیو زیلینډ پر جوماتونو د ډزو په پېښو کې د درو نورو پاکستانیو وګړو د وژنې تصدیق کړی دی چې ورسره هلته د وژلیو پاکستانیانو شمېر نهه ته ورسېد.

د مارچ پر ۱۷مه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په بیان کې وویل چې درېواړه وژلي کسان د یوې کورنۍ دي. ده لیکلي چې د مارچ پر ۱۵مه په برید کې "د محمد ذیشان رضا، د هغه پلار غلام حسین او مور کریمې بي بي" د وژنې تصدیق کوي.

فیصل زیاته کړې چې له دې سره د کرایسټچرچ برید د وژلیو پاکستانیانو شمېر نهه ته رسېدلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۶مه د شپږو پاکستانیو وګړو د مرګ تصدیق کړی وو او د ټولو چارو د سمبالولو لپاره یې یو مرکز هم جوړ کړی.

د مارچ پر ۱۵مه د نیو زیلینډ پر دوو جوماتونو د ډزو په پېښه کې ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي چې پکې په افغانستان، بنګلا دېش، ترکیې، سعودي عرب، انډونیشیا، ملایېشیا، مصر او امریکا کې زېږېدلي کسان هم شامل ول.

په وژلیو پاکستانیانو کې یو یې ۵۰ کلن نعیم راشد وو چې له وسله واله یې د ټوپک اخیستو هڅه کوله چې هغه وویشت. په ډزو کې د ده ۲۲ کلن زوی طلحه نعیم هم ووژل شو.

د نيو زيلېنډ وزيراعظمه د غمرازۍ لپاره جومات ته ورغله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

نړیوالو رسنیو د نعیم راشد ستاینه کړې او هغه یې د وسله وال د قابو کولو هڅې لپاره اتل بللی دی.

نوموړی اصلاً د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې له خپل زوی سره نیو زیلینډ ته کډه شو.

راشد په کراسټچرچ ښار کې ښوونکی یا استاد وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د څلورو نورو وژل شویو پېژندګلوي هم کړې. بیان ویلي دي چې په هغوی کې یو ۴۰ کلن سهېل شاهد دی، بل یې د راولپېنډۍ اوسېدونکی محبوب هارون دی چې هغه هم ۴۰ کلن وو او درېیم یې سید جهانداد علي دی چې د لاهور اوسېدونکی او ۳۴ کلن وو.

د کرایسټچرچ په برید کې تورن برېنټن ټرانټ د مارچ پر ۱۶مه عدالت ته وړاندې شو
د کرایسټچرچ په برید کې تورن برېنټن ټرانټ د مارچ پر ۱۶مه عدالت ته وړاندې شو

په ډزو کې د کراچۍ اوسېدونکی سید اریب احمد هم وو چې ۲۷ کلن وو او کرایسټچرچ ته پر یوه دفتري سفر ورغلی وو.

په عین وخت کې په اسټرالیا کې افغان سفارت د ۷۱ کلن حاجي داوود نبي د وژنې تصدیق کړی دی. نوموړی په افغانستان کې زېږېدلی وو او په ۱۹۷۹ز کال کې یې افغانستان پریښی وو.

نبي په کرایسټچرچ کې د افغانانو اتحادیې په نوم یوه ټولنه چلوله چې له کډوالو سره یې د نوي ژوند په پیلولو کې مرسته کوله.

د اسټرالیا په پلازمېنه کینبرا کې سفارت د یوه بل افغان توکمه کس مطیع الله ساپي د وژنې تصدیق هم کړی دی.

سفارت ویلي دي چې په برید کې په ژوبلو ۵۰ کسانو کې یې درې افغان وګړي دي.

XS
SM
MD
LG