د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزيرستانه برمل ته جرګه روانه شوه


پکتيکا کې وزيرستاني کډوال
پکتيکا کې وزيرستاني کډوال

د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان مشران، د سياسي ګوندونو استازي او لسګونه کسان نن [د مارچ ۱۶مه] د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته د لویې جرګې په بڼه روان شوي دي. په جرګه کې د قامي اسمبلي غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير هم شامل دی.

د لویې جرګې مشر ډاکټر ګل عالم وزير ادعا وکړه چې د مارچ پر نهمه د برمل په رخه کې د پوځي عملياتو پر مهال د اوتمانزو قوم بېګناه وګړي وژل شوي او دوی د دې پېښې پر ضد د احتجاج او له اوتمانزو سره د همږغۍ لپاره راپورته شوي دي. نوموړي زياته کړه چې په جرګه کې د شمالي او جنوبي وزيرستان د هر قوم وګړي ورسره مل دي.

په دې جرګه کې ځېنې هغه کسان هم شامل دي چې په وينا يې د پوځي عملياتو پر مهال خپلوان وژل شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هغو اوازو په اړه څېړنه کوي چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه برید په اړه راپورته شوې او ويل شوي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وزيرستاني کډوال په نښه شوې دي.

بلخوا د افغانستان د پکتيکا ولايت امنيې قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني د مارچ پر ۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې پر ټولنيزو مطبوعاتو ورکړل شوي هغه معلومات ناسم وبلل چې وايي، وژل شوي د وزيرستان کډوال وو. نوموړي ويلي و چې ۱۵ طالبان وژل شوي چې درې يې عربان دي او کوم ولسي وګړی پکې نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG