د لاسرسي ځای

تازه خبر

انلاين ويزې د پاکستان دروازې نړۍ ته پرانیزي: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

پاکستان د سیلګرۍ د ودې لپاره د نړۍ د۵۰ هیوادونو وګړيو ته پر هوايي ډګر د ویزې ورکولو او نورو ۱۷۵ هېوادونو لپاره يې د برېښنايي [الېکټرونيکي] ویزو ورکولو د نظام پرانسته وکړه.

د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د انلاين ويزو د نظام پرانستې په غونډه کې وزير اعظم عمران خان وويل، پاکستان یو پرامنه او مستحکم هېواد دی او خپلې دروازې يې د نړۍ لپاره خلاصې کړې.

نوموړي وویل، په پاکستان کې داسې ذهنيت لرونکي موجود ول چې د ويزې ورکولو لرۍ دومره مشکل کړي چې څوک دلته رانشي. خو د انلاين ويزې ورکولو ترشا زموږ دا مقصد دې چې د نړۍ نورو هیوادونو خلک پاکستان ته راشي او د دې هیواد موجوده تاريخي ځايونه وګوري.

نوموړي زیاته کړه، ترکي هر کال د سېلګرۍ ۴۰ اربه ډالر او ماليزيا ۲۲ اربه ډالر ګټي نو زموږ به هم کوښښ کوو چې سيلانيانو لپاره ښه سهولتونه برابر کړو چې پاکستان ته راشي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزیر مملک شهریار اپریدي وویل، د ویزې اخېستل يې اسان کړي دي.

"د دغو ۱۷۵ هېوادونو وګړي که پاکستان ته د راتلو لپاره د ویزې درخواست ورکوي نو ټول اسناد به انلاین جمع کوي او د نورو ۵۰ هېوادونو وګړي بې له وېزې پاکستان ته راتلای شي"

نوموړي هغه هیوادونه یاد نه کړل چې په اړه يې په سفري قوانینو کې نرمي اعلان شوې.

بلخوا پخوانی سفارتکار او د بهرنيو چارو پوه اصف دراني د حکومت لخوا دغه یو ښه ګام بولي خو وايي، پاکستان ته په کار وو چې خپل ټول ګاونډي هیوادونه او خصوصا افغانستان د دغو ۵۰ هیوادونو په ليسټ کې شامل کړی وای.

"د افغانستان په اړه پاکستان له خپله ويزه پاليسي نرمه ساتل پکار دی ځکه چې هره ورځ په زرګونو خلک د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي."

په داسې حال کې چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، حکومت هڅه کوي چې د ویزې په قوانینو کې د اسانۍ په راوستلو سره بهرنيان د هېواد سیلاني سیمو ته راکش کړي.

XS
SM
MD
LG