د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: قومونو د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ


په ننګرهار کې د سولې ملاتړ غونډه وشوه

د ننګرهار بېلابېلو قومونو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اوسني نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې له روانو خبرو، په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ.

په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو د ملاتړ دا غونډه د مارچ په څوارلسمه نېټه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د بېلابېلو قومونو استازو او يو شمېر دیني عالمانو په کې ګډون کړی وپه دې غونډه کې یو شمېر ویناوالو د سولې د خبرو، اوسني نظام او مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ.

ملک عثمان شینواري هم يو له هغو و چې په غونډه کې يې وینا واوروله، نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، اوس چې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ښه شوی، حکومت ته په کار دي چې قومي تړې جوړې او د هغې په رڼا کې به سوله راولي:

(( تر اوسه خو زموږ کلتور ورک شوی و، عنعنه مو ورکه شوې وه، جرګه مو ورکه شوې وه، ځکه چې هلته يو وحشي دښمن و. نه يې موږ جرګې ته پرېښودو او نه يې کلتور ته. اوس یوولس ولسوالۍ په امن کې شوي دي. زموږ تګ راتګ اوس د دې یوولس ولسواليو سره پیدا شوی، خو دا ولسوالۍ ترمیم ته ضرورت لري. دا ترمیم به حکومت کوي. دا به سره يو ځای کوي، یوه قومي تړه به جوړوي او د دې تړې پر بنا به موږ سوله راولو. او هغه چا چې دې وطن ته سپک کتلي، بیت المال يې چور کړی، ټوپکمار دی، زورواکی دی، هغوی ته به ولس او حکومت په په شریکه سزا ورکوو.))

چترال همت شینواري په نړیوالو غږ وکړ چې نور دې افغانان د خپلو ګټو لپاره نه قرباني کوي.

(( په نړیوالو باندې غږ کوو او دا غږ یوازې زما نه بلکې د ټولو افغانانو غږ دی. دا څلوېښت کلنه قرباني زموږ بس دی، نور دې موږ د خپلو ګټو لپاره نه قرباني کوي او افغانان دې هم نور سوچ او فکر وکړي چې پرون یو چا قرباني کوم، نن مې بل څوک قرباني کوي.))

په غونډه کې قومي مشرانو له دولت نه غوښتنې لرلې چې په ليرو پرتو سیمو کې د بنیادي پروژو د پلي کېدو تر څنګ د تعليم په برخه کې پراخه امکانات برابر کړي.
د دوی د غوښتنو پر وړاندې د سرحدنو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین محمد یعقوب احمدزي وویل:

(( کوم امکانات چې د دولت په واک وي له ولس څخه به يې نه درېغوي. دوی د تعلیم په هکله وویل چې په ليرې پرتو سيمو کې دې ورته مکتبونه جوړ شي. موږ له دوی سره ژمنه وکړه چې د دوی وړاندیزونه به نوټ کوو، تر خپل وزارته او ولسمشرۍ ماڼې پورې به د دوی غوښتنې رسوو، په عملي کېدو کې به يې اقدام کېږي او موږ به يې تر اخره تعقیبوو.))

په غونډه کې ګڼو ویناوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني سولې ته غاړه کېږدي او له اوږدو کلونو راروان جنګ ته د پای ټکی کېږدي.


د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کوټه کې د میډیکل کالج زده کوونکیو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG