د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد، فیض اباد او بخارا په اقتصادي چارو کې سره نښلول کېږي


په ننګرهار کې د سوداګرۍ په اړه غونډه
په ننګرهار کې د سوداګرۍ په اړه غونډه

د ننګرهار چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار به د یوه هوکړه لیک پر بنسټ د بدخشان ولایت له فیض اباد او د ازبکستان هېواد له بخارا سره په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ونښلول شي.

دا څرګندونې د ننګرهار او بدخشان ولایتونو يو شمېر مسوولینو د مارچ پر۱۳مه د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

ننګرهار ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند په دې غونډه کې وویل، دا هوکړه لیک به په جلال اباد او فیض اباد کې د شته فرصتونو په رڼا کې خپلې چارې مخته وړي، څو په دې واتونیږو چې له دې فرصتونو پر بنیاد جلال اباد له فیض اباد او بخارا سره په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې ونښلول شي.

'ننګرهار ټرانزیټي موقعیت لري، اقتصادي ظرفیت لري، څنګه کولای شوو چې له دې څخه بدخشان برخمن شي، بدخشان هم يو تورستي یا سیاحتي ولایت دی، په راتلونکي کې پلان دا دی چې له چين سره د ورېښمو لار ورغول شي، چې ننګرهار به له هغې موقعیت څخه ګټه تر لاسه کوي. غواړو چې د جلال اباد ښار د ازبکستان د بخارا له ښار سره وتړل شي.'

لیکوال او ژورنالست شېرشاه همدرد وویل، په ننګرهار او بدخشان کې شته فرصتونه هغه وخت ګټور تمامېدی شي چې د دواړو ولایتونو خلکو ته د معلوماتو په ورکولو سره شته فرصتونه تشریح کړی شي.

'د بدخشان خلکو ته دعوت ورکړل شي چې په ننګرهار کې ورته فرصتونه تشریح شي او هغوی وهڅول شي چې په دې ټولو برخو کې پانګونه وکړي. همدغه شان فیض اباد کې باید يو ریسرچ او تحقیق وشي او د ننګرهار خلک هلته دعوت کړي او په يوه پرېزنټشین کې دې ورته فرصتونه وښودل شي او ورته وویل شي چې تاسو کولای شئ چې په دې فرصتونو کې سرمایه ګذاري وکړئ.'

د جلال اباد ښاروالۍ د ښې حکومتولۍ امر سید همایون غریبمل وايي، د جلال اباد ښاروالي د ولایت له مقام سره په ګډه یوه کمېټه جوړوي چې بېلابېلې ادارې به په کې په ګډه په اقصتادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې ونډه اخلي او له شتو فرصتونو به ګټه پورته کوي:

'ښاروالۍ د دې هوکړه لیک د فعالولو لپاره له ولایت مقام سره په ګډه د يوې کمېټې په جوړولو باندې کار کوي چې په هغې کې به بېلابېلې ادارې برخه لري، هره اداره خپل چارچوب لري او د هغې له مخې به ورته کار کوي.'

د ننګرهار چارواکي په داسې حال کې له بدخشان او ازبکستان سره په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د ګډې همکارۍ لپاره کمېټه جوړوي چې د تېرو اوږدو کلونو راهيسې د ننګرهار هوايي ډګر د بهرنیو ځواکونو تر واک دی چې هېڅ ډول ملکي او غیر ملکي الوتنې ترې نه شي کېدای، خو د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د نوي هوايي ډګر د جوړېدو لپاره مرکزي حکومت هڅې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG