د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال خان کېس: د پاتې ملزمانو فیصله پر ۱۶م مارچ کېږي


مشال خان
مشال خان

د مارچ پر۱۲مه په پېښور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوی زده کوونکي مشال خان په مقدمه کې د پاتې څلور ملزمانو اسد کاټلنګ، صابر مایار، عارف خان مردانوي او اظهارالله عرف جوهني متعلق فیصله محفوظ کړې چې د مارچ پر۱۶مه به اورول کېږي.

د مشال خان وژنې په کېس کې د خېبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د جنورۍ پر اوومه نېټه مرکزي ملزم، عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند سزا او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره قېدا واوراوه. خو ۲۶ نور ملزمان د شواهدو د نشتوالي په بنياد خوشي کړل شول. سزا شوو خپله سزا زياته بللي او په عدالت کې يې چېلنج کړې ده.

بلخوا د مشال خان پلار، محمد اقبال بيا دا سزاوې کمې بولي نو ځکه یې د سختو سزاګانو لپاره عدالت کې بل درخواست جمع کړی دی.

نوموړي د مارچ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل: "کله يې دا۵۰ ملزمان خوشې کول نو دوی يې خبر کړي نه وو چې وروسته د دوی خوشې کیدو پرضد په پېښور های کورټ کې اپیل وکړل خو هغه فیصله هم لا پر ځای پراته ده."

د مشال خان د مقدمې وکیل فضل خان مشال راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې موجوده د ترهګرۍ ضد عدالت به د انصاف فېصله ورکړي.

"د مشال خان پېښه څه عام پېښه نه وه چې نه یوازې د پاکستان حکومت ننګول شوې وه بلکې په ټوله نړۍ کې د دې هېواد پر عدالتي نظام، پولیسو او د امنیتې ادارو لوی سوال پورته کړه."

د ۲۰۱۷م کال د اپریل پر۱۳مه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې ۲۳ کلن زده کوونکي مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی وو خو وروسته د وژنې پېښې پلټونکې ډلې پر هغه د مذهب د سپکاوي تورونه بې بنياده وبلله.

د نوموړي وژنه پر ټولنيزه ميډيا هم وغندل شوه او پر ضد يې د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې خلکو مظاهرې هم وکړې.

XS
SM
MD
LG