د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې مذاکرات: پرمختګ، خنډونه او د موافقې امکانات؟


د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د قطر دوحه ښار کې د سولې پيل شوې خبرې اترې د مارچ پر ۱۲ مه نېټه پای ته ورسېدې. د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو ځانګړي استازي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي. نوموړي زياته کړه چې سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌ الافغاني خبرې او پراخ او هراړخیز اوربند.

ايا د سولې لپاره لار نقشه واضح شوې او که نه خنډونه پکې شته؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ ایاز وزير او په لندن کې مېشت د بي بي سي خبريال عنايت الحق ياسيني سره څېړل شوې دي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات خنډونه او د موافقې امکانات؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG