د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګورنر شاه فرمان فرمانونه نه منو: خاصه دار


د مومندو خاصه دار او لېویز د پولیس روزنه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

په خيبرپښتونخوا کې د ورګډ کړل شویو قبايلي ضلعو د خاصه دار او ليويز ځواک اتحاديې د دغه صوبې د ګورنر فرمانونه رد کړي دي.

د صوبې ګورنر د مارچ پر ۱۱ مه نېته د لوړې کچې تر غونډې وروسته دوه فرمانونو جاري کړل چې پکې ويل شوي چې د قبايلي ضلعو خاصه دار او ليويز ځواکونه به د خيبرپښتونخوا د پوليسو ۲۰۱۷ مه اېکټ لاندې کارکوي.

تردې وړاندې خاصه دار او ليويز ځواک د پاکستان د قبايلي چارو او سرحداتو وزارت لاندې کارکولی.

د مارچ پر ۱۲ مه نېټه د قبايلي ضلعو خاصه دار او ليويز ځواکونو مشرانو د پېښور په ناران باغ کې يو غونډه وکړه چې پکې يې د ګورنر د فرمانونو ترڅنګ په اسلام اباد کې د احتجاج دړکه هم ورکړه.

د ګورنر شاه فرمان له خوا جاري شوی لومړی فرمان د ليويزو په اړه دی چې ورته ليويز ټرانزیشن ارډېننس ۲۰۱۹ م او دوهم د خاصه دارو په هکله دی چې د خاصه دار پروټيکشن اېنډ ريګولرايزيشن نومونه ورکړل شوي دي.

ګورنر شاه فرمان
ګورنر شاه فرمان

په فرمانونو کې ویل شوي چې دغه ځواکونو ته به اوس د خيبرپښتونخوا خاصه دار او د خيبرپښتونخوا ليويز ويل کېږي.

دغه ځواکونه به په قبايلي ضلعو کې د پوليسو په توګه کار کوي او د ډايرېکټر او ډپټی ډايرېکټر جنرال تر واک لاندې به کار کوي چې دغه دواړه چارواکو ټاکنه به د خيبرپښتونخوا حکومت د پوليسو د مشر په مشوره کوي.

خو د خاصه دار او ليويز ځواک د اتحاديې مشر سيد جلال وزير د مارچ پر ۱۲ مه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال فرمانونو رد کړل او ویې ویل چې په دې کې د دوی حیثیت ختم کړل شوی دی.

دده په وينا، د پخوانۍ فاټا خاصه دار او ليويزو ته هغه د مراعات او ادارتي ترقيانې نه دې ورکړل شوي لکه چې يې پوليس لري.

هغه زياتوي چې دوی تر دې وړاندې د خيبرپښتونخوا د پوليسو له پخواني مشر صلاح الدين مسود او د صوبې پخواني چيف سېکرېټري نويد کامران بلوڅ سره په غونډه کې د خاصه دارو او ليويز ځواکونو په پوليسو کې د ضم کېدو په صورت کې ۲۲ خبرې منل شوې وې.

د ده په خبره، په دې کې دوی ته ډاډ ورکړل شوی وو چې په پوليسو کې د ضم کېدو په صورت کې به د خاصه دار او ليويز ځواک له سپاهي واخلې تر صوبېدار پورې مراعات او حیثیت هم هغه وي چې د پوليسو دی.

د دې ترڅنګ بې تعليمه ليويز او خاصه دار به په هغه ځای کې لګول کېږي چې د تعليم اړتيا نه وي او تعليميافته هغه به په دفترونو کې ګومارل کېږي.

د نوموړي په خبره، دوی ته پخواني ای جي او چيف سېکرېټري دا ډاډ هم ورکړی وو چې د خاصه دارو او ليويزو ځواک دوه برخې به وظیفې ترسره کوي او يوه برخه به تربيت ترلاسه کوي.

سيد جلال وزير وويل چې دوی دا وخت په جمرود کې احتجاج ته دوام ورکړی او د ناران باغ په غونډه کې يې فیصله کړې چې د خپلو غوښتنو په حق کې به په راتلونکيو څو ورځو کې په اسلام اباد کې مظاهره کوي.

هغه زياته کړه چې دا پرېکړه هم شوې چې خاصه دار او ليويز ځواک به په قبايلي ضلعو کې په راتلونکې کې د پوليو وايرس ضد کمپاين کارکونکيو ته له امنيت ورکولو انکار کوي.

د خاصه دار او ليويز ځواک مجموعي شمېر شاوخوا ۳۰ زره دی.

د پخوانۍ فاټا خاصه دار ځواک اییني حیثیت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

په ۲۰۱۸ م کال کې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې د ورګډولو وروسته په ځينو انتظامي برخو کې خنډونه رامنځ ته شوي خو د صوبې حکومت په وار وار ويلي چې د قبايلی ضلعو د خلکو ګټو ته په پام سره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG