د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کورنيوو چارو وزير: جېش العدل دلته نشته


د پاکستان او ايران سرحدي سيمه
د پاکستان او ايران سرحدي سيمه

د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضيا الله لانګو وايي که ايران د پاکستان پر خاوره د جېش العدل وسله والې ډلې د موجوديت په اړه کوم ثبوتونه لري، هغه دې ورسره شريک کړي. لانګو د مارچ په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې داسې هيڅ يوه ډله په بلوچستان کې نشته.

هغه زياتوي: (( که هر څوک وي او د هر چا خلاف کوم ثبوت وي، د هغوی سره هيڅ رعايت نه کېږي. هيڅوک داسې نه شي ښودلی چې په بلوچستان کې جېش العدل وسله واله ډله دلته ښکاره فعاليت لري. په پاکستان کې دننه خپل هم ډېرې داسې وسله والې ډلې شته دی چې پاکستان ته يې ډېر نقصان رسولی دی. موږ بايد ټوله سيمه د يو بل سره په دې کې مرسته وکړو ځکه چې ټولې ترهګرې ډلې د يو بل سره تړلي دي.))

د پاکستان بلوچستان سره تړلي د ايران صوبې په سيستان بلوچستان کې د فرورۍ په ۱۳مه يوه حمله شوې وه. دې بريد کې ۲۱ ايراني امنيتي سرتيري وژل شوي وو. ذمه واري يې جېش العدل وسله والې ډلې اخیستې وه. ايران وايي دا ډله په پاکستان کې ده.

لکه څنګه چې طالبان په افغانستان کې بريدونه وکړي او بيا د پټېدو لپاره پاکستان ته راځي، همدغسې جېش العدل هم کوي.
اسد منير

د مارچ په نهمه د ايراني ولسمشر حسن روحاني دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پاکستاني وزيراعظم عمران خان سره يې په ټيليفوني خبرو کې وويل چې په خپله خاوره دې د ايران ضد ډلو خلاف سخته کاروايي وکړي. د دې خبرپاڼې ترمخه وزيراعظم عمران خان ورته د وسله والو خلاف د کاروايي کولو ډاډ ورکړی دی.

د امنيتي چارو څېړونکی او د پاکستان استخباراتي ادارې (ای، ایس، ای) پخوانی افسر اسد منير وايي جېش العدل له ايرانه ازادۍ غوښتونکې وړه وسله واله ډله ده چې له منځه وړل یې ځکه سخت کار دی چې وسله وال يې په يو ځای نه پاتې کېږي.

هغه زياتوي: ((د جېش العدل اصلي مرکز د ايران په خاوره کې دی خو دې کې شک نشته چې دلته ځي راځي. پاکستان د ايران سره په هيڅ حالت کې هم اړيکې خرابول نه غواړي خو زه نه پوهېږم چې د جېش العدل خلاف به څنګه کاروايي کوي؟ ځکه چې د دې لپاره د استخباراتي معلوماتو ضرورت دی چې د دې ډلې د وسله والو موقعيت معلوم کړي.))

د امريکا غږ راديو د سختدريځۍ په اړه د راپور ورکووني څانګې د معلوماتو تر مخه جېش العدل له ايرانه ازادي غوښتونکې سني وسله واله ډله ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د عبدالرحيم ملازي په نامه يو تن جوړه کړه. دا له هغې جندالله ډلې زيږيدلې ده چې ايران يې په ۲۰۱۰ کال کې مشر عبدالمالک ريګي ونيو او پانسي يې کړ.

XS
SM
MD
LG