د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي: په برمل کې وژل شوي وزيرستاني کډوال نه بلکې طالبان دي


د پکتيکا نقشه
د پکتيکا نقشه

د افغانستان د پکتيکا ولايت چارواکي وايي د مارچ په نهمه د شپې په برمل ولسوالۍ کې شوو عملياتو کې پنځلس طالبان وژل شوي دي چې درې پکې عربان دي.

د پکتيکا امنيې قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني د مارچ په يوولسمه مشال راډيو سره په خبرو کې پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو ورکړل شوي هغه معلومات ناسم وبلل چې وايي، وژل شوي د وزيرستان کډوال وو.

نوموړي زياته کړه: ((دا عمليات شاهين قول اردو او امريکايي ځواکونو په روخي کلي کې کړې دي. په دې عملياتو کې وژل شوي کسان افغان او د هغوی ملګري عرب وسله وال دي. ملکي خلک نه دي. دا خلک د هغو کسانو له جملې څخه دي چې له وزيرستانه وراوړي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي. ځيني کسانو پر ټولنيزو مطبوعاتو ليکلي وو چې وژل شوي کسانو د وزيرستاني کډوالو څخه دي چې افغان امنيتي ځواکونو له کوره راويستي او بيا وژلي دي. خو افغان چارواکي دا ردوي.

په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو او جګړو له وجې په زرګونو کورنۍ د ډيورنډ کرښې آغاړه خوست او پکتيکا کې مېشته شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي دوی کې ځينې يې خپلو سيمو ته ستنې کړې او ځينې نورې به په مناسب وخت کې بوځي.

XS
SM
MD
LG