د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا عمر 'امریکايي اډې ته جوخت دېره وو'


په يوه نوي کتاب کې ادعا شوې چې د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان په جنوب کې له امريکايي اډې سره نږدې استوګن وو.

د کتاب نوم 'د دښمن لټون' دی چې یوې هالنډۍ خبريالې او ليکوالې بټ ډېم ليکلی دی. په دې کې ویل شوي، هغسې چې افغان او امريکايي چارواکو باور درلود د هغه برعکس ملاعمر کله هم په پاکستان کې پټ شوی نه دی.

ليکوالي د ملاعمر د ژوند ليک په لړ کې تر پنځو کلونو پورې تحقيق کړی او د طالبانو له غړيو سره یې مرکې کړې دي. ليکواله وايي، ملاعمر تر ۲۰۰۴ مه کاله پورې د زابل په مرکز قلات کې هغه وخت اوسېدلی چې امريکايي ځواکونو په لغمان کې پوځي اډه جوړوله.

دغه اډه د ملاعمر له پټنځايه څخه څو دقيقې پياده لار وه چې وروسته هغه بيا شنکۍ ولسوالۍ ته ولاړ. له دې سمدستي وروسته امريکا له دې ځای څخه پنځه کلوميټره ليرې د ولوورين په نوم پوځي اډه جوړول پیل کړه. کله چې جنګ پر خپل اوج وو نو دلته ۱۰۰۰ امريکايي او ناټو عسکر دېره ول خو ملاعمر ځای بدل نه کړ.

د افغانستان ولسمشر وياند هارون چاخنسوري په کتاب کې کړې دعوې رد کړې دي او پر ټويټر پاڼه يې ليکلي، چې د ملا عمر په پاکستان کې د استوګنې کافي شواهد لري او د ده په خبره چې هم هلته مړ شوی دی.

افغان طالبانو په ۲۰۱۵ م کال کې له هغه وروسته د ملاعمر مړينه تاييد کړه چې کله استخباراتي مالومات و ښودله چې هغه د پاکستان د کراچۍ ښار په يو روغتون کې مړ شوی دی

XS
SM
MD
LG