د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ارګ په قطر کې د سولې له خبرو خبر دی'


ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر
ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د امریکايي چارواکو ټیم په منظم ډول له افغان ولسمشر اشرف غني سره تماس لري او په قطر کې د طالبانو له استازو سره د دوی د روانو خبرو په اړه سلا مشورې ورسره کوي.

له دې مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي و چې ولسمشر غني په عام محضر کې د خپلو اندېښنو له څرګندولو سره- سره د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو د نوښت ملاتړ کوي.

جنرال جوزف ووټل
جنرال جوزف ووټل

ښاغلي ووټل، تېره ورځ د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې وویل، له ښاغلي خلیل‌زاد سره له خپلو بحثونو یې دا نتیجه اخېستې چې نوموړی په منظم ډول له ولسمشر غني سره سلا مشورې کوي او د خبرو له جریانه یې پوره خبروي او ولسمشر د دې خبرو ملاتړ کوي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د امریکايي چارواکو او افغان حکومت ترمنځ دوامداره تماسونه شته.

نوموړي وویل:

"ښاغلی خلیل‌زاد او ټیم یې له ولسمشر غني سره تماس لري او موږ د هر هغه اقدام چې له افغان حکومت سره د همغږۍ او د حکومت د سولې له پلان پر اساس پرمخ ځي او نتیجه یې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وي، ملاتړ کوو."

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري

خو ښاغلي چخانسوري دا یادونه هم وکړه چې په‌دې برخه کې تر اوسه کافي پرمختګ نه لیدل کېږي.

افغان ولسمشر له دې مخکې څو ځلي د سولې د روانو هڅو د څرنګوالي په اړه غیر مستقیمه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د سولې په خبرو کې ښکېل لوري باید په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره هڅه وکړي او یو ځل خو یې خبرداری ورکړ چې افغانانو ته تحمیلي سوله د منلو وړ نه ده.

ولسمشر د سلواغې- دلوې په ۱۳مه نېټه د هېواد د امنیتي- دفاعي ځواکونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې مؤقتي سوله به ونه‌مني.

XS
SM
MD
LG