د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي پر ځينو ډلو د ملګرو ملتونو بندېزونه عملي کوي


پخوانی تصوير: طالبان
پخوانی تصوير: طالبان

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملګرو ملتونو له خوا تر بنديز لاندې ادارو او اشخاصو اثاثې کنګل کوي. د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې دا حکم یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يو امر په رڼا کې ورکړی دی.

دا اعلان تر هغې وروسته شوی چې د فرورۍ په څوارلسمه د کشمير په پلوامه کې د جېش محمد وسله والې ډلې په ځانمرګي بريد کې د ۴۴ پوليسو تر وژل کېدو پس، هند د پاکستان پر بالاکوټ بمباري وکړه. بيا پاکستان د هند يوه الوتکه وويشته او يو پايلټ يې ونيو چې وروسته يې پرېښود. د امريکې په شمول ځينو هېوادونو له پاکستان او هنده د کشالې کمولو او له اسلام اباده د وسله والو پر ضد د ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه.

پاکستان دا مهال د ترهګرو پر مالي سرچينو او مني لانډرينګ نظر ساتونکې نړيوالې ادارې ایف، ای، ټي، ایف په خړ ليست کې دی. دې ادارې ويلې که په دې اړه پاکستان سم کار ونه کړي نو په ستمبر کې يې په تور ليست کې اچولی شي

د دفاعي چارو څېړونکې ډاکټره عايشه صديقه وايي پاکستان د پاليسۍ بدلولو ته ضرورت لري او موقتي بندېزونه به نړيوال مطمينه نه کړي. ((د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت به اوس بيانونه ورکړي چې د ځينو کسانو اثاثې کنلګوي. د ځينو ډلو مرکزونه بندوي او د ځينو خلاف نور ګامونه اخلي. دا به د نړيوالو د خوشالولو لپاره وکړي. دا هر څه به په داسې طريقه وشي چې تاييد به يې نه کېږي. پاکستان بايد داسې ګامونه واخلي چې په خپلواکه توګه یې تايدول ممکن وي. خو هغه څه چې ډېر ضروري دي هغه د وسله والو سره د ملاتړ د پالیسۍ بدلول دي.))

په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې هم آهنګۍ اداره يا ناکټا په خپل ويب سايټ ليکلي چې اته شپېتې وسله والې ډلې يې په ترهګرۍ کې د لاس لرلو له کبله غېر قانوني اعلان کړې دي. په دې کې نهه یې د ملګرو ملتونو له خوا تر بندېز لاندې ښوولې دي. خو د ډان ورځپاڼې د يو راپور تر مخه د ملګرو ملتونو په تور ليست کې ۱۳۹ وسله والې ډلې او اشخاص داسې دي چې په مبيينه ډول له پاکستانه فعاليت لري.

د پاکستان په سېنټ کې د بهرنيوو چارو د قايمه کمېټۍ غړي او د جماعت اسلامي مذهبي ګوند مشر سراج الحق د مارچ په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د چا په فشار کې د چا خلاف ګامونه وانخلي.

حنا رباني کر: که رياست وغواړي هيڅ وسله واله ډله یې مخې ته نه شې ودرېدلی
حنا رباني کر: که رياست وغواړي هيڅ وسله واله ډله یې مخې ته نه شې ودرېدلی

مولانا مسعود اظهر او حافظ سعيد

د ملګرو ملتونو له خوا تر بنديز لاندې ډلو کې د مولانا مسعود اظهر په مشرۍ جېش محمد او حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه هم شاملې دي چې هند يې په کشمير کې په ترهګرۍ تورنوي او له پاکستانه يې په مسلسل ډول پر ضد د کاروايي غوښتنه کوي.

امريکا د خافظ سعيد د نيولو لپاره انعام هم مقرر کړی خو په پاکستان کې عدالتونو د ترهګرۍ له تورونو پاک ګرځولی دی. د مولانا مسعود اظهر په اړه د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي درې ورځې مخکې د سي اين اين ټيليويژن سره په مرکه کې ومنله چې هغه په پاکستان کې دی خو د قرېشي په وېنا نوموړی دومره ناروغه دی چې نه یې شې نېولی.

په تېرو وختونو کې پاکستاني چارواکو ويلي چې د ټولو سخت دريځو ډلو خلاف ځکه په يو وار عمليات نه شي کولی چې د عامو سختدريځو خلکو د حساسيت او غبرګون راپارېدو وېره ده.

خو د پاکستان بهرنيوو چارو پخوانۍ وزېرې او د قامي اسمبلۍ غړې، حنا رباني کر د مارچ په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې داسې نه ده. ((دا خبره هسې يوه کيسه ده. که رياست د دې ډلې د ختمولو پرېکړه وکړي نو بيا ورته څوک مخې ته نه شي ودرېدلی. زه پر دې باور يم چې رياست بايد هغه څه وکړي چې سم وي. تر عملياتو ورسته حالات کنټرولېدلی شي. د دې ډلو خلاف د يو څه نه کولو پايلې د دې ډلو پر ضد د څه کولو څخه ډېرې بدې دي.))

XS
SM
MD
LG