د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سينټ: د حکومت بهرنۍ پاليسي فعاله نه ده


د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د بهرنيوو چارو پالیسۍ ناکامي نه مني
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د بهرنيوو چارو پالیسۍ ناکامي نه مني

د مارچ په څلورمه د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د وزيراعظم عمران خان پر حکومت نيوکې وکړي چې د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د پارليمان سره مشوره نه کوي. د پيپلز ګوند يو سينيټر او مشر غړي، ميا رضا رباني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې حکومت بايد د بهرنۍ پاليسيوو جوړولو په وخت د سېنټ بهرنيوو چارو کمېټې سره کښېني.

د عوامي نېشنل ګوند له خوا د دې کمېټې يوې غړې ستاره اياز د دوشنبې په ورځ په سېنټ کې تر بحث وروسته مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې خپلو نيمګړتياو ته پام وکړي او دا تاثر دې ختم کړي چې بهرنۍ پاليسي د پوځي ايسټبليشمنټ په لاس کې ده. ((د بهرنيوو چارو وزارت او بهرنۍ پاليسي هغه شان فعاله نه ده لکه څرنګه چې پکار ده. موږ غواړو حکومت په دې اړه په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې زموږ مشورې واوري. که موږ سياستوال په يوه خبره متفق شو نو دا به هيڅوک زموږ له لاسه نه شي اخيستلی.))

په پاکستان کې چې دا ترهګري دومره خوره شوه، دا ټول د بهرنۍ پاليسۍ وجه ده.
پرويز رشيد

د پاکستان ګاونډي هېوادونو او ځيني نړيوال قوتونه لکه امريکا تور پورې کوي چې اسلام اباد د ترهګرو ملاتړ په کولو سره وسله والو د بهرنۍ پاليسي د اوزار په توګه کاروي. د مسلم لېګ (ن) سينيټر پرويز رشيد وايي دا پاليسي ختمول پکار دي او ښه لار يې د پارليمان خبرو ته غوږ نيول دي.

هغه زياته کړه: ((پارليمان د پاکستان د دوه ويشت کروړو خلکو نماينده دی. پر خلکو د بهرنۍ پاليسۍ ډېر زيات اثر پريوځي. د تېرو پنځه ویشتو کلونو راهیسې روانې خرابې بهرنۍ پاليسۍ له وجې موږ د ډېرو مصبتونو سره مخ شوي يو. اقتصاد مو خراب شوی او تر اويا زرو پورې خلک مو وژل شوي دي. نو پکار ده چې حکومت خپله پاليسي پارليمان ته راوړي. له دې به ورته نور قوت ملاو شي.))

په دې وروستيوو کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ پر يو بل حملو کولو ته ورسېد. تېره اونۍ په دې اړه په سېنټ کې شوې بحث کې پر حکومت ملامتي واچول شوه چې په نړيواله کچه یې د هند خلاف بهرنۍ پاليسي ناکامه وه نو ځکه چا د اسلام اباد د موقف ملاتړ ونه کړ.

خو د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مارچ په څلورمه په قامي اسمبلۍ کې د خپلې بهرنۍ پاليسي دفاع وکړه.

هغه زياته کړه چې په هند کې د ميليونونو مسلمانانو باوجود هم دغه هېواد د پاکستان د کوښښونو له کبله د اسلامي هېوادونو د سازمان غړی او يا څارونکی نه شو. ((په هيڅ صورت هندوستان د اسلامي هېوادونو تنظيم يا OIC غړی نه شي جوړيدلی. دا د حکومت موقف هم وو او د دې ايوان پرېکړه هم وه. همداسې وشول. د OIC په قرارداد کې نه يوازې په دې غړيتوب خبرې نه دې شوي بلکې د هندوستان جارحيت ته ګوته نيول شوې ده. دا زموږ کاميابي ده.))

XS
SM
MD
LG