د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې


د سولې د عالي شورا د اجراییه پلاوي غړی قاضي امین وقاد د مشورتي جرګې نېټه و نه ښوده
د سولې د عالي شورا د اجراییه پلاوي غړی قاضي امین وقاد د مشورتي جرګې نېټه و نه ښوده

کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د سولې مشورتي لویه حرګه ځنډېدلې ده.

دا خبره د شورا د اجراییه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد د مارچ پر درېیمه مشال راډیو ته تایید کړه او زیاته یې کړه چې دغه جرګه به په راتلونکي لمریز کال ترسره شي.

په افغانستان کې لمریز کال د مارچ پر ۲۱مه پیلېږي.

وقاد د مشورتي لویې جرګې راتلونکې نېټه و نه ښوده او دا یې هم و نه ویل چې دا ځل دا جرګه ولې ځنډلې.

ټاکل شوې وه چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د کب پر ۲۶مه، چې د ۲۰۱۹ز کال د مارچ له ۱۷مې سره سمون خوري، وشي.

د سولې شورا د دغې جرګې لپاره پوره چمتووالی ښودلی وو.

افغان ولسمشر اشرف غني په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه یوه مشورتي لویې جرګې جوړولو اعلان وکړ او د سولې شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزي ته یې دنده وسپارله.

دا جرګه پر داسې مهال ځنډېدلې چې د مارچ پر دویمه، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړې.

دا خبرې د فبرورۍ پر ۲۵مه پیل شوې وې چې د فبرورۍ پر ۲۷مه پکې دوه ورځنۍ وقفه اعلان شوه او دواړو خواو وویل چې په دوو ورځو کې له مشرانو سره مشورې کوي.

XS
SM
MD
LG