د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو او بلوچستان له سېلاو ځپلو سره مرستې پیل شوې


په پاکستان کې په تېرو کلونو کې هم سېلاوونو زیانونه اړولي

پراګ - چارواکي وايي، په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د ورښتونو او بارانونو له کبله د ځاني زيانونو ترڅنګ په سلګونو کورونه او کرنيزو ځمکو ته تاوانونه رسېدلي دي.

د فبرورۍ پر ۲۸ مه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سيمو کې د بارانونو او واورو لړۍ پیل شوې وه چې له کبله سېلاوونو راغلي او لارې تړل شوې دي.

چارواکي وايي، په بلوچستان او قبایلي سیمو کې یې اغېزمنو او ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو سلسله پیل کړې.

په قبايلي ضلعو کې د قدرتي ناورينونو ضد د مبارزې ادارې (اېف ډي اېم اې) وياند احسان داوړ د مارچ پر دريېمه مشال راډیو ته وويل چې په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېرې واورې او سخت بارانونه شوي دي خو تر ټولو زيات زيان يې په شمالي وزيرستان او خيبر سيمه کې رسولی دی.

د ده په خبره،په دواړو سيمو کې د سېلاوونو او سخت باران له کبله کورونه ړنګ شوي چې پکې څلور کسان مړه او ۱۲ ټپيان دي.

د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۵۰۰ کورونو ته زيان رسېدلی دی.
غمران زرکون

خو ځايی خلک وايي، په شمالي وزيرستان کې اووه کسان مړه شوي دي.

احسان داوړ زياتوي چې په جمرو او لنډي کوتل (لواړګي) کې چارواکو د اغېزمنو کورونيو د مرستې لپاره خيمې استولي دي.

د شمالي وزيرستان د شوې سيمې يوه اوسېدونکي محمد رياض عسکر د ټېلېفون له لارې مشال راډیو ته وويل چې له تېرو درو ورځو راهيسې واورې او بارانونه اوري چې له کبله يې لارې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د بارانونو له وجې بجلۍ نشته او دوی د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

هلته د قدرتي ناورينو ضد د مبارزې ادارې د بلوچستان څانګې مشر عمران زرکون وويل چې د لومړنيو رپورټونو له مخې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۵۰۰ کورونو ته زيان رسېدلی البته د ده په خبره د پوره زيان اندازه به د بشپړ رپورټ تر راتلو وروسته ولګي.

هغه وویل چې سېلاوونو زيات تاوان په کلا عبدالله، بېله او خصدار ضلعو کې رسولی دی.

په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېرې واورې او سخت بارانونه شوي دي خو زيات زيان يې په شمالي وزيرستان او خيبر سيمه کې رسولی دی.
احسان داوړ

د ده په وينا، په صوبه کې دوه کسان مړه شوي خو ځايي خلک وايي چې په پشين، چمن، خضدار او تربت کې د سېلاوونو له وجې اووه کسان وژل شوي دي.

عمران زرکون وايي، د واورو له وجې د ژوب او کوټې ترمنځ تړل شوی لوی سړک پرانیستل شوی دی او د کوټې لکپاس لاره هم خلاصه شوې ده.

د نوموړي په خبره، زيارت، سنځاوۍ، کاکړ خراسان او زرغون لارې لا هم تړلې پرتې دې خو کار ورباندې روان دی او ډېر ژر به پرانېستل شي.

عمران زرکون زياتوي، بلوچستان له شاوخوا پېنځو کلونو راهيسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ وو خو د تېرو څو ورځو بارانونو او واورو د صوبې وچ بندونه يا ډېمونه پوره ډک کړي دي.

XS
SM
MD
LG