د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: له پاکستانه هېواد ته ستنېدونکو کډوالو ته مرستې ورکول کېږي


آرشیف، یو شمېر افغان کډوال
آرشیف، یو شمېر افغان کډوال

کابل - د مارچ د میاشتې له پیلېدو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ هم پیل شوه.

د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، له هغه هېواده د د افغانانو ورتګ د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پرېکړې په پام کې نیولو سره داوطلبانه یا رضاکارانه دي.

د دغه وزارت مرستیاله ډاکتره عالمه وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د ژمې د موسم په خاطر شااوخوا څلور میاشتې ځنډېدلې وه او سر له ننه بېرته پیل شوه.

نوموړې د یکشنبې په ورځ په دې اړه مشال راډیو ته وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو بهیر معمولاً په مارچ کې پیلېږي او له هر ستنېدونکي کس سره ۲۰۰ ډالره مرسته کېږي.

ډاکتره عالمه وايي، د کډوالو ستنېدل اجباري عمل نه دی.

نوموړې وايي، په پاکستان کې اوسمهال څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یو میلیون او څلور لکه يې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان رسمي کارتونه لري.

د دې په خبره، کابو یو میلیون نور هغه کډوال دي چې په دې وروستیو کلونو کې يې په پاکستان کې د کډوالۍ کارتونه ترلاسه کړي دي.

د کډوالو ستنولو چارو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د سازمان پر مرستو سربېره، افغان حکومت هم ژمن دی چې له راستنو شویو کډوالو سره د کارموندنې، پوهنې، روغتیا او د ځمکې د ورکړې په برخو کې مرستې وکړي.

وزارت دا هم وايي چې په وروستیو شااوخوا اتلسو کلونو کې له ایران، پاکستان او له ځینو اروپايي هېوادونو څه کم پنځه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له ګڼو سره یې مرستې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو ځینو راستنو شویو کورنیو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې په بشپړه توګه پوره کړې نه دي.

د کډوالو د راستنولو چارو پوهان هیله ښيي چې افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان اداره له دوی سره لازمې مرستې وکړي چې هېواد ته په راستنېدو پښېمانه نه شي.

آرشیف، یو شمېر افغان کډوال
آرشیف، یو شمېر افغان کډوال

​د دغو کارپوهانو له ډلې خالد مومند راډیو ته وویل:

"له دوی سره چې مخکې د هستوګنې د ځایونو، کار، تحصیل او داسې نورو اسانتیاو ژمنې شوې وې، په خواشینۍ سره چې عملي شوې نه دي، زه ټینګار کوم چې پر دوی پانګونه وشي، دولت، ملي سوداګر او داسې بنسټونه باید دوی ته د اقتصادي فعالیتونو زمینې برابرې کړي چې بوخت شي او عادي ژوند ته دوام ورکړي."

هېواد ته د راستنو شویو افغان کډوالو عمده غوښتنه چې تل یې له رسنیو او په تېره له ازادي راډیو سره شریکه کړې، هغه کارموندنه او د یوې یوې نمرې ځمکې ترلاسه کول دي.

ځینو راستنو شویو ازادي راډیو ته ویلي چې کلونه کېږي چې هېواد ته راستانه شوي، حکومت ورته د یوې نمرې د ځمکې اسناد هم ورکړي، خو کلونه کېږي چې د ځمکې خاوندان شوي نه دي.

په دې اړه د کډوالو چارو وزارت وايي، په څه کم شلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په هدف ځمکې ځانګړې کړي چې یو شمېر کډوالو ته ورکړل شوي او نورو ته به هم ورکړل شي.

سږ کال افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په داسې حال کې پیلېږی چې د افغانستان ګاوندي هېوادونه چېرې چې ډېری افغانان مېشت دي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کډوالو وتل یې په زیان تمامېږي.

تازه د پاکستان وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې افغان کډوال کولی شي چې د پاکستان په بانکونو کې ځانته اکونټونه خلاص کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG