د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو ښځو وسله والو طالبانو ته د سولې غوښتنې لیک ولېږه


د شنبې ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو خواوشا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه يې وکړه، چې وسلوال طالبان دې افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.

دوی ویل، چې په افغاني دود وسلوالو طالبانو ته ځولۍ غوړوي، چې لدې پردۍ، بې پایلې او خونړۍ جګړې لاس واخلي او خپلو کورونو ته دې راستانه شي.

دوی د وسلوالو طالبانو په عنوان یو لیک صادر کړ، چې لسګونو ښځو او نجونو پرې ګوتې لګولې وې او پدې لیک کې ښځو هغه دردونه او ناخوالې ذکر وې، چې دا مهال ورسره افغانان لاس او ګریوان دي.

د دې ناستې یوې ګډونوالې تقواء مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې وسلوال طالبان به يې غږ او لیک ته مثبت ځواب به ووايي:

((دا وسلوالو طالبانو ته د خوستیو میرمنو پیغام دی، نو دا به واقعاً تاثیر ګزاره وي، ځکه پدې کې د هغو افغان میرمنو د زړونو هغه درد دی، چې له جګړو يې لیدلی، هغه څه يې بیان کړي، چې ورسره مخامخې شوې دي، نو دا لیک به پدې هیله چې یو څه تاثیر به پرې واچوي.))

د غونډې یوې ویناوالې سهیلا وسلوالو طالبانو ته د ښځو لیکلی لیک ولوست چې په کې راغلي ول، په جګړه کې ښځې تر ټولو ډېر زیان ویني.

په لیک کې زیاته شوې، دواړو خواوو ته وژل شوي کسان میرمنې، میندې او خویندې لري او د طالبانو د کورنیو ښځې هم ددې جګړې له کبه کونډې ، بورې او بې وروره کیږي.

په لیک کې له وسلوالو طالبانو غوښتل شوي، چې له جګړې لاس واخلي او خپلو کورونو ته راستانه شي.

د یادې غونډې برخوالو ښځو په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ، خو ويې غوښتل، چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو ونډه هم له پامه نه غورځول کیږي او پدې خبرو کې باید د ښځو حقوق او ازادۍ ضایع نه شي.

سهیلا نوري وايي، د هرې بشري ټولنې نیمايي برخه ښځې جوړوي او نارینه نشي کولی، هغه له پامه وغورځوي.

دی غوښتنه کوي، چې پدې ټولنه کې که د هر ډول بدلون په اړه خبرې کیږي، ښځې هم باید برخه په کې ولري.

یوه بله مدني فعاله پلوشه وايي، چې جګړې د دې ټولنې په ټولو قشرونو منفي اغېز کړی او د دوی ژوند يې له ګواښ او ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خوست چې یوه دودیزه او کلتوري سیمه ده او ښځې په کې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخې دي، دا ډول کار چې وسله والو طالبانو ته د سوله غوښتنې او د جګړې د ختمولو لیک ولیږي، یو نوی ګام بلل کیږي.

د خوست ښځینه مدني فعالانې داسې وخت دا اقدام کوي، چې د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او وسلوالو طالبانو د استازیو تر منځ عملاً د سولې د خبرو اترو یو بل پړاو پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG