بیان وايي دا پېښه په نکیال سېکټر کې هغه وخت شوې چې پاکستاني عسکرو ځوابي ډزې کولې.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او هند په کشمیر کې پر یو بل د ډزو پیلولو تورونه پورې کړي دي.
د هند پولیسو نن ویلي، بیګا د کنټرول له کرښې سره نیږدې په پونچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي دي. د هند پوځ وايي، هغوی ځوابي کارروايي کړې ده.
بلخوا یو پاکستاني چارواکي عمر اعظم ویلي، نن هندي ځواکونو له پولې سره نیږدې درنې وسلې کارولې دي چې پکې یو هلک وژل شوی او درې نور ټپي شوي دي.
نوموړي وویل، پاکستان د هند د حملې په ځواب کې ډزې کړې دي.