د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هېلمند چارواکي وايي پر پوځي اډې یې د لويې حملې مخه نيولې


په هېلمند کې افغان ځواکونه.
په هېلمند کې افغان ځواکونه.

لښکرګاه - د افغانستان د هېلمند ولايت چارواکي وايي، د واشېر ولسوالۍ پر ښوراب پوځي اډه يې د لويې حملې مخه نيولې ده.

چارواکي وايي، يوه ډله وسله‌ والو چې په هغوى کې ځانمرګي بريدکوونکي هم شامل ول، د مارچ پر لومړۍ یې سهار وختي شاوخوا درې بجې پر دې پوځي اډې حمله پيل کړه.

د والي وياند عمر ځواک مشال راډيو ته وويل، له سهار راهيسې د نورو وسله‌ والو تر څنګ څلور ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي.

​ځواک زیاته کړه: "کومانډويي ځواک سيمې ته پر وخت رسېدلي. سيمه يې کلابنده کړې ده. په سيمه کې خال خال انداختونه کېږي. تر دې دمه څلور انتحار کوونکي چې سيمې ته داخلېدل ويشتل شوي او وژل شوي دي. له هغوى سره ګڼ نور وسله‌ وال هم ملګري ول چې وژل شوي دي."

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله‌ والو طالبانو وياند معرفي کوي، په يوه اعلاميه کې د دې حملې مسووليت منلى دى.

نوموړي ادعا کړې چې په‌ دې حمله کې په لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هېلمند چارواکو تر اوسه د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

په ځېنو راپورونو کې ويل شوي چې په‌ دې حمله کې افغان پوځيان هم وژل شوي چې د هغوى لوړ رتبه منسوبين هم په‌ کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG