د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو خبرې ځنډېدلې دي


په قطر کې د سولې په اړه غونډه
په قطر کې د سولې په اړه غونډه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په قطر کې یې له طالبانو سره خبرې تر دوو ورځو پورې ځنډولې دي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې دواړه خواوې به په دې دوو ورځو کې له چارواکو سره سلا مشورې وکړي او ټاکل شوې چې د شنبې یا خالي پر ورځ بیا سره کښېني.

همدا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې کړې.

خلیلزاد د دوشنبې له ورځې راهیسې په قطر کې له طالب استازو سره خبرې کولې.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې تر اوسه شوې خبرې ګټورې بللې دي او زیاته کړې یې ده چې د خپلمنځي پوهاوي او بالاخره سولې کولو په موخه په ورو، ورو اقدام کوي.

هلته افغان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ پر ۲۸مه په کابل کې وویل، هېواد یې د سولې په خبرو کې همکارۍ ته اړتیا لري، خو بیا یې دا خبره تکرار کړه چې دا بهیر باید د افغانستان د مشروع حکومت په مالکیت پر مخ ولاړ شي.

په دې اړه د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائيه پلاوي یو شمېر غړي وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په‌ دې اړه چې بیا به د دغه​ هېواد خاوره د امریکا پر ضد نه‌ کارول کېږي په خبرو کې پرمختګ راغلی دی.

چارواکي وايي په قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی حبیب‌الله فوځي د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل: "د دواړو خواوو له خبرو داسې ښکاري چې دا دوه شرطونه دواړو ته مهم دي، طالبانو ته دا مهمه ده چې امریکایان باید له افغانستانه ووځي او پر دې هوکړه وکړي، خو امریکایان بیا له طالب لوري نه دا غواړي چې افغانستان به بیا د دوی په خلاف نه‌ استعمالېږي او د طالبانو او امریکایانو لخوا چې په دې برخه کې کومې څرګندونې شوي، داسې ښکاري چې دې موضوع کې پېشرفت شوی دی."

افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا په خپل یو تازه تویټ کې لیکلي، په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، په کابل کې هم د سولې د خبرو د یو ټیم د رامنځته کېدلو په برخه کې پرمختګ راغلی دی.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې په رسمي ډول د فبرورۍ پر ۲۶مه پیل شوي.

په‌ دغه خبرو کې د پخوا په پرتله لوی بدلون دا دی چې د قطر د دفتر مشر او د ملا هبت‌الله سیاسي مرستیال ملا بردار هم دوحې ته رسېدلی او له امریکايي چارواکو سره‌ یې د خبرو په پرانیسته کې برخه اخیستې وه.

طالبانو ویلي چې دا ځل به هم له امریکايي چارواکو سره له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پر سر بحث کوي.

دغه خبرې دوه ورځې روانې وې، خو اوس ویل شوي چې دواړه خواوې پنجشنبه او جمعه دمه کوي او د شنبې په ورځ به بیا خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه وحید مژده چې دغه خبرې څاري وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لاهم د ځواکونو د وتلو د دقیق مهالوېش په اړه خبرې پاتې دي.

​نوموړی وايي:​ "پرمختګ شوی، خو یوه مسئله چې پر هغې باید خبرې وشي، هغه دا ده چې د امریکايي ځواکونو وتل باید په څومره وخت کې ترسره شي، البته امریکایانو دا خبره کړې چې موږ نیمايي ځواکونه له هوکړه پرته باسو، خو د پاتې نورو پر سر خبرې روانې دي."

مژده وايي، ښايي په دغو مذاکراتو کې د امریکایانو په وتلو سره د دوی د ځینو تجهیزاتو د ایستلو په اړه هم خبرې وشي، کوم چې د ده په خبره نور یې د استفادې وس، وړتیا او امکانات نه‌ لري.

XS
SM
MD
LG